د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

محمدي: ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي د کابل بانک کړکېچ حل شي


د افغانستان د جمهور رییس حقوقي سلاکار چې اوس یې دنده ځنډیدلې ټینګار کوي چې د زیرک ښارګوټي جوړول او د کابل بانک له یوه پوروړوي سره د هغه د تړون لاسلیک د دغه بانک د پورونو د ټولولو په هدف شوی دی.

د کابل بانک د اختلاس د قضیې له یوه اصلي مجرم سره چې د یاد بانک یو لوی پوروړی هم دی؛ د زیرک ښارګوټي د جوړولو په تړون کې شامل کسان وايي چې ټول کارونه یې د ملي ګټو لپاره کړي او ځانونه پاک بولي.

د جمهور رییس مخکینی حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي چې اوس یې دنده ځنډېدلې؛ د ښار جوړونې وزیر سیدسعادت منصور نادري او د کابل بانک د تصفیې د ادارې رییس عبدالواحد خراساني د دوشنبې په ورځ د زیرک ښارګوټي د جوړولو د څرنګوالي او د اسنادو په اړه د وضاحت په خاطر ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.

ښاغلي محمدي ټينګار وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل بانک له پوروړو نه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره جدي اراده لري؛ خو ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي چې دا پروسه کامیابه شي.

محمدي د کوم چا نوم وانخیست:

"ځینې کسان وو او اوس هم شته چې دا کسان هڅوي څو پيسې ورنه کړي؛ څو د کابل بانک د تصفیې پروسه او ملي وحدت حکومت ناکامه پاتې شي. جمهور رییس ډېره جدي اراده درلوده چې باید پیسې ترلاسه شي؛ پروسه تطبیق او د دوی په اړه د محکمې حکم اجرا شي.

خو متاسفانه هم بهرنۍ هم کورنۍ کړۍ هڅه کوي ان تر دې شیبې هم چې د کابل بانک د تصفیې پروسه له ستونزو سره مخ شي."

خلیل فیروزي د پخوان کابل بانک عامل رییس؛ کابو یو کال مخکې د سترې محکمې له خوا د کابل بانک د کرکېچنې قضیې له یو تن اختلاس کوونکي له ډلې وپېژندل شو او په لس کاله تنفیذي بند او څخه دپاسه ۱۲۷ میلیونه ډالره په ورکولو محکوم شو.

د سمارټ سیټي یا زیرک ښارګوټي د جوړولو تړون چې افغان حکومت د کابل بانک له یوه اصلي پوروړي خلیل الله فیروزي سره لاسلیک کړی و؛ د دې لپاره تند غبرګونونه وپارول، لغوه شو او د ولسمشر د حقوقي سلاکار دنده یې هم له امله وځنډېدله چې فیروزي د درېیو محکمو په حکم بندي دی.

اخوا د ښار جوړونې وزیر سیدسعادت منصور نادري وايي چې د خلیل الله فیروزي په ونډې سره د زیرک ښارګوټي د جوړولو تړون د سترې محکمې له پرېکړې او د کابینې تر تایید وروسته شوی دی.

نوموړي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د جمهور رییس د حقوقي سلاکار له دفتره ښارجوړونې وزارت ته څو پرله پسې لیږل شوي مکتوبونه ولوستل او له زندانه د خلیل الله فیروزي په خوشې کولو کې یې د ښار جوړونې وزارت لاس لرل رد کړل.

"د ښارجوړونې وزارت له بګرام زندان څخه کابل ته د خلیل الله فیروزي د انتقال او یا خوشې کولو په مساله کې هېڅ راز لاس نه درلود."

له دې سره یو شمېر وکیلانو دا ادعا کوله چې یو شمېر بهرنۍ کړۍ د خپلو سفارتونو له لارې هڅه کوي چې د کابل بانک د پورونو په راټولولو کې خنډ رامنځته کړي.

د ولسي جرګې غړیو د ورغوښتل شویو میلمنو خبرې د قناعت وړ وبللې؛ خو د یادې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د جمهور رییس د حقوقي سلاکار د دندې د ځنډېدو او د زیرک ښارګوټي د کار د درېدو په اړه وضاحت وغوښت:

"د زیرک ښارګوټي په برخه کې د ښاغلي محمدي له خبرو زما برداشت دا دی چې د دغه ښارګوټي دوسیه او د کابل بانک د پورونو د ترلاسه کولو هڅه په شفافه توګه بشپړه شوې ده. د دوی اجراات هم د همدغو طرزالعملونو له مخې د کابل بانک د پورونو د ټولولو په هدف و.

د ښار جوړونې د وزیر خبرې هم د یاد وزارت له خوا د قانوني او معمولي پړاوونو د بشپړولو په معنی دي.

خو دا چې د زیرک ښارګوټي د جوړولو پروسه ولې درول شوې او د ښاغلي محمدي دنده ولې ځنډیدلې لازم ځواب مو ترلاسه نه کړ."

که څه هم د کابل بانک په قضیه کې د خلیل الله فیروزي د خوشې کولو او یا برائت ورکولو په اړه ضد او نقیض څرګندونې کیږي؛ خو خلکو پخوا تر دې په هغو کسانو بې باوري څرګنده کړې چې له عامه شتمنیو څخه په ګټې اخیستلو تورن شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG