د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

برمک: د طبیعي پېښو پر مهال د مرستو رسولو لپاره بشپړ پلان جوړ شوی


افغان حکومت وايي چې په سږني ژمي کې یې د طبیعي پېښو له کبله د پېښیدونکو زیانونو د کمېدو په خاطر د تېرو کلونو په پرتله ډېر تدابیر نیولي دي.

په داسې حال کې چې د ژمي له راتلو سره ګڼ افغانان د طبیعي پېښو له ګواښونو ځوریږي افغان حکومت وايي چې سږ کال یې د زیانونو د کمېدو او پر وخت د مرستو رسولو لپاره بشپړ پلان جوړ کړی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر ویس برمک چې د یکشنبې په ورځ یې له نړېوالو موسسو سره د مرستو د یو نوي تړون د لاسلیک پرمهال رسنیو ته وویل چې د سږ کال ژمي لپاره یې د نورو کلونو په پرتله ډېره تیاري نیولي ده.

هغه وايي چې دا چمتولای د افغانستان امکاناتو ته په پام نیول شوی؛ خو هیله لري چې کافي به وي:

"د ژمي په میاشتو کې پېښو ته د رسېدو په برخه کې د حکومت پروګرام بشپړ شوی؛ ټولو وزارتونو خپل مسولیتونه مشخص کړي او په یوه واحد پلان کار شوی دی؛ د ژمي سره د هغې مطابق ان شا‌ءالله په مخ ځو.

خوراکي، د بړستونو او خیمو په شمول غیر غذايي مواد د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او احتمالاً که کومه پېښه وشي؛ ان شاءالله ورته رسیږو."

له دې وړاندې د افغانستان په ځينو لویو لارو کې واورې ښویېدنو، سېلاونو، طوفان او زلزلو یوشمېر افغانان زیانمن کړي دي.

تېر کال په پنچشیر ولایت کې شاوخوا دوه سوه او له هغې وړاندې بیا د بدخشان په یوه کلي کې یو نیم سل کسان له دې امله مړه شوه چې ویل کیږي؛ د واورو له څپو په وخت و نه اېستل شول.

په افغانستان کې د بهرنیو څو موسسو مجموعه وايي چې د ورته پېښو د مخنیوي او د سیمې خلکو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره له افغان حکومت سره نږدې لس میلیونه پاونډه مرسته کوي.

د افغان ایډ په نوم د موسسو مشر چارلس ډېوي طبیعي پېښو ته د رسیده ګیو په برخه کې د دولت له ادراې سره د دغه مرستو د تړون په مهال وویل چې د زیانونو د کمېدو لپاره مخکې تر مخکې همغږي مهمه ده:

"نړېواله ټولنه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي؛ لکه موږ چې په بنسټیزو ځینو برخو کار کوو په همدې ډول ټولنې ته د پیښېدونکو ګواښونو پاملرنه هم کوو؛ د طبیعي پېښو څخه زیانېدونکو خلکو سره زموږ مرسته اړینه ده؛ موږ په دې برخه کې کار کوو چې هغوی ته لازم خواړه ورسیږي؛ له تلفاتو بچ وي او دا چې ځای پر ځای شي."

ښاغلی ډېوي وايي چې دوی هڅه کوي د داسې ملاتړو پروګرامونو له لارې د کورنیو مقاومت او ظرفیتونه لوړ او خلکو ته وروښایي چې سیمه ییزې شوراګانې د پېښو د پېښیدو په وخت کې څه ډول عمل ته ودانګي.

له دې وړاندې که څه هم په دې برخه کې مرستې شوي او د لازمو پلانونو ژمنې ورکړل شوي؛ خو چارواکي وايي، دا مرستې له دې امله تر ډېرې ګټورې نه وې چې تر منځ یې لازمه همغږي نه وه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG