د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

ننګرهار: د ناامنۍ له امله د ښځينه فعالو فعالیتونه ۵۰٪ ځنډول شوي


په ننګرهار کې د ناامنۍ له امله د ښځينه فعالو فعالیتونه نیم په نیمه ځنډول شوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکيلې نيلوفر عزيز وايي؛ په دې ولایت کې د ناامنۍ له امله د ښځينه فعالو فعالیتونه پنځوس سلنه ځنډول شوي.

نوموړې دغه څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړلس ورځيني کمپاین وروسته په خبري ناسته کې وکړې.

نيلوفر عزیز وايي، هغو سیمو ته چې پخوا به دوی د کمپاین د ترسره کېدو په موخه تلل اوس له ښاره بهر نه شي وتلی:

"پنځوس فیصده زموږ فعالیتونه ځنډول شوي دي؛ د ناامنۍ له امله، ځکه پخوا به زه لرو پرتو سیمو ته تلم؛ د هغوی ستونزې به مو اورېدلې؛ هغوی ته به موږ عامه پوهاوی کولو؛ خو اوس زه لرو ولسواليو ته نه شم تلی؛ د ناامنۍ له وجه نه، همدا لامل دی چې زموږ کارونه پنځوس سلنه ځنډول شوي."

په همدې خبري ناسته کې د ښځو چارو ريیسې انيسې عمراني وویل؛ دوی دغه کمپاین د جلال اباد مرکز او شاوخوا ولسوالیو کې ترسره کړ او هغه ستونزې چې مېرمنې ورسره مخ دي؛ هغه يې ولایتي ادارې سره شریکې کړې:

"د ننګرهار پوهنتون عمده ستونزه د مېرمنو لپاره د ټرانسپورټ نه شتون؛ کلتوري ستونزې، په کلنیک کې د ښځینه ډاکټرې نه شتون و؛ په مکاتبو کې چې نجونو سره وغږېدو د هغوی د احاطه دېوالو ستونزه؛ د ښځینه ښوونکو کمښت او په خصوصي لیسو کې د ښځينه ښوونکو چې لیسانسه دي؛ د معاش ستونزه وه چې دا ټول مو ولایتي ادارې سره شریکې کړي دي او هغوی به ورته په وخت سره رسیدګي وکړي."

د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې د تېرو نهو میاشتو راهیسې تر دې دمه شاوخوا څلور سوه قضيې په بېلابېلو ارګانونو کې ثبت شوي دي چې دا ارقام تر پخوا زیات دي چې له امل يې عدليه او قضايي ارګانونو ته د مېرمنو لاس رسۍ دی.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG