د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس قرارداد تایید شو


تېره ورځ د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو د کابو کولو لپاره یو نړیوال قرارداد تایید کړ.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانس فابیوس د شنبې په ورځ د پاریس د اقلیم د کانفرانس په وروستۍ غونډه کې وویل:

"زه اوس د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون له کنفرانس څخه هیله کوم چې په دې اړه د کنفرانس مسوده تصویب کړي. هغه څه چې په اسنادو کې د پاریس کنفرانس یاد شوی دی. لکه څنګه چې لیدل کېږي په دې اړه عکس العمل مثبت دی او هېڅ اعتراض نه شته. نو د اقلیم د بدلونونو په اړه د پاریس قرار داد ومنل شو."

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما، د ټویټر په یوه پیغام کې دا یو ستر ګام بللی او ویلي دي چې تقریباً د نړۍ ټولو هېوادونو د پاریس قرارداد لاسلیک کړی دی.

مصطفی ظاهر چې د پاریس د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې د افغان پلاوي مشري کوي، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، افغانستان اقلیمي بدلون ځپلی دی. د ده په وینا، د دې هېواد د یخ کنګلونه په ویلي کېدو دي او د اوبو او هوا نامنظمو څپو دلته پر کرنې ناوړه اغیزې کړي دي.

ښاغلي ظاهر ټینګار کړی چې د پاریس د اقلیم بدلون په اړه تړون به افغانستان ته د پاکې ټکنالوژۍ لېږد اسانه کړي.

د جرمني د چاپېریال ساتنې وزیرې "باربارا هندرېکس" دا یو تاریخي بریالیتوب بللی دی او ویلي یې دي چې په دې کنفرانس کې د هېوادونو استازي تاریخ جوړونکي دي.

د وحشي ژویو د ساتنې د صندوق مشر "تسنیم ایساپ" ویلي، دا قرارداد به د اقلیم په اړه د هېوادونو اقدامات د تعدیل، جوړښت او مالي چارو له پلوه پیاوړي کړي.

خو زیاته کړې یې ده، د هغو کسانو سره د همکارۍ په برخه کې د تضمین نشتوالی چې د اقلیمي بدلونونو د فوري اغېزو له کبله کړېږي د اندېښنې وړ دی.

د قرداد په وروستۍ مسوده کې د سانتي ګراد په حساب تر یوې نیمې درجې پورې د ځمکې د تودخې د زیاتېدو د محدود ساتلو په هڅو او په دې برخه کې په هرو پنځو کلونو کې د شویو پرمختګونو په څېړلو ټینګار شوی دی.

همدارنګه د مسودې په متن کې وړاندیز شوی چې د پراختیا په حال کې هېوادونه باید د ۲۰۲۰م کال له پیل څخه د اقلیم د بدلون په مالي چارو کې په کلني ډول سل میلیارده ډالر ولګوي.

XS
SM
MD
LG