د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د کابل ښار په شېرپور سیمه کې انتحاري حملې ۷ تنه ټپيان کړي


نن ماښام د ۰۶:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په شېرپور سیمه کې یوه درنه چاودنه شوې ده.

یوه سرچینه چې نه غواړي ورڅخه نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د انتحاري حملې له امله ۷ تنه ټپيان چې ولسي وګړي دي د کابل ښار ایمېرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه چې د یوه موټر بمب چاودنې له امله وه له چاودنې وروسته یې د وسله والو مخالفینو له خوا ډزې هم له ځانه سره درلودې.

یوه بله سرچینه ازادي راډیو ته وايي چې درې تنه وسله وال مخالفین د کابل ښار په شېرپور سیمه کې چې په نوموړې سیمه کې د هسپانیې سفارت هم شتون لري د هسپانیاویانو یوه مېلمستون ته ننوتلي دي او برید یې کړی دی.

عیني شاهدان وايي چې لاتر اوسه هم په سیمه کې د پاشلو ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د ازادي راډیو خبریال چې له سیمې څخه رپوټ ورکوي وايي چې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دغې سیمې ته نېږدې شي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره په دغې پېښه کې د ډېرې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

خو افغان امنیتي چارواکي وايي چې د دغې پېښې په اړه د هغوی څېړنې روانې دي خو د دغې پېښې د لازیاتو جزئیاتو په اړه یې څه نه وايي.

XS
SM
MD
LG