د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

ولسمشرغني: تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د سولې خبرې پیل شي


ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د سولې مذاکرات پیل شي او پاکستان ژمنه کړې چې په دغه بهیر کې به همکاري کوي.

ولسمشر غني دا خبره نن جمعه خبریالانو ته د اسیا زړه هېوادونو یا استانبول پروسې د وروستۍ غونډې د نتایجو په اړه د معلوماتو پرمهال وکړه.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د حکومت هدف دا دی څو راتلونکی کال د تیرکال تکرار و نه اوسي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د مذاکرتو نتیجې ته محتاطانه امېدواري څرګنده کړه او ویې ویل چې دا بهیر به د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي.

ولسمشرغني چې د جمعې په ورځ یې خبریالانو ته وینا کوله وویل، په اسلام اباد کې په درې اړخېزه او څلور اړخیزه غونډو کې له افغانستان سره د یوې تل پاتې سولې د راوستلو په برخه کې د دوامداره همکارېو ژمنې وشوې.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره به تر راتلونکو اوونیو پورې عملي ګامونه واخېستل شي او په وینا یې دا خبرې به له هغو ډلو سره وشي چې د سولې غوښتونکي وي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"څوک چې روغه مني او په اصولو یې مني، موږ هغوی په غیږ کې نیسو. اما څوک چې سوله نه مني او د نورو د ګټو لپاره کار کوي، باید په دې پوه شي چې مشروع قوه به یې پر وړاندې استعمال شي. دلته د مشروع قوې استعمال یوازې د افغانستان د دولت او خلکو له خوا نه ده، دلته ضرورت دی چې سیمه په ځانګړي توګه پاکستان زموږ سره همغږۍ واوسي."

ولسمشر اشرف غني همدا راز وویل، اوس دا په وسله والو ډلو پورې اړه لري چې ایا د سولې لاره خپلوي او که جګړې ته دوام ورکوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، افغانستان له پیچلو مسایلو سره مخامخ دی چې په یوه ورځ نتیجه نه ورکوي، خو په وینا يې د هغه بدلون هرکلۍ باید وکړو چې په کې د سولې او ثبات د ټینګښت او سیمه ییزې همکارۍ لپاره د خلکو هیلې نغښتې وي.

له دې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د سولې مذاکرات بیا پیل شي.

ولسمشراشرف غني په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه، پاکستان منلې څو په خپله خاوره کې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.

ولسمشر اشرف غني وویل، حکومت غواړي داسې یوې سولې ته ورسیږي چې په افغانستان کې د تېر کال ناخوالي او وضعیت بیا تکرار نه شي.

همدا راز ولسمشر زیاته کړه:

"زموږ اساسي هدف دا دی چې راتلونکی کال باید د تېر کال تکرار نه وي. له همدې امله لومړی باید زموږ امنیتي ځواکونه او بیا ټوله خلک ډاډه و اوسي چې دا به یوه با عزته، با افتخاره او د افغانستان د اساسي قانون سره سمه سوله و اوسي."

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وایي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو پر وړاندې کومه ستونزه نه ویني.

خو دا چې ایا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې ځنډول شوی بهیربه بیا کله پيل شي او دا ځل به لکه څنګه چې حکومت ورته خوشبینه دی، مثبته نتیجه ولري او که څنګه، دا به د وخت په تیرېدو سره روښانه شي.

XS
SM
MD
LG