د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

م.م په کندهار کې وروستۍ حمله په کلکو ټکو وغندله


ملګروملتونو په کندهار کې د وسله والو طالبانو حمله چې شاوخوا ۵۰ تنه په کې ووژل شول، په کلکه وغندله.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو حمله چې د څلورو ماشومانو په شمول ۳۹ ملکیان په کې ووژل شول او لږ تر لږه ۲۳ تنه نور ملکیان ژوبل شول، غندي.

طالبانو د سې شنبې په ماښام د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه له یوه ښوونځي او هستوګنو بلاکونو څخه د کندهار پر هوايي ډګر حمله وکړه چې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ.

د ملګروملتونو په اعلامیه کې ویل شوي، لومړني راپورونه ښيي چې طالبان په بازار کې له خپلو موټرو کښته شول او ډزې یې پیل کړې چې له کبله یې دوکانداران او لارویان ووژل شول یا ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، طالبانو جګړه هغو بلاکونو ته وغځوله چې د امنیتي ځواکونو او د هوايي ډګر د کارکوونکو د کورنیو غړي پکې اوسي.

یوناما وايي چې د دوی له لومړنیو معلوماتو سره سم په دې حمله کې ۵۴ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG