ټاکل شوې ده چې افغانستان راتلونکې اوونۍ د سوداګرۍ د نړېوال سازمان یا ډبلیو. ټي. او غړیتوب ترلاسه کړي.
د سوداګرۍ د نړېوال سازمان عمومي رييس رابرتو ازیفیدو (Roberto Azevêdo) وویل چې راتلونکې اوونۍ به د دې ټولنې په غونډه کې چې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې جوړېږي، د افغانستان د غړیتوب غوښتنه تصویب شي.ده همدا راز وویل:
"دا د افغانستان او د سوداګرۍ د نړېوال سازمان لپاره ډېر مثبت خبر دی."
د اقتصادي چارو افغان کارپوه او د سوداګرۍ وزارت پخوانی ویاند وحید الله غازي خېل د تجارت په نړېوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي ستونزو د حل کېدو لپاره مهم بولي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په ډبلیو. ټي. او کې د افغانستان غړیتوب به په هېواد کې دننه په اقتصادي اصلاحاتو کې تحریک رامنځته کړي او د بازار د یوه داسي اغېزمن او کارنده اقتصاد له رامنځته کېدو سره به مرسته وکړي چې پانګونه جذبوي، کار یا روزګار رامنځته کوي او د افغانستان د خلکو سوکالي زیاتوي.
وحید الله غازي خېل وايي چې د تجارت په نړېوال سازمان کې غړیتوب ځیني تاوانونه هم لري خو تر تاوان یې ګټې زیاتې دي.
له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته اقتصادي ستونزې او بې روزګاري زیاته شوې ده.
د هېواد اقتصاد لا هم تر ډېره پر بهرنیو مرستو او د مخدرو موادو پر غیرقانوني کاروبار متکي دی.