د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

مسعود اندرابي د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست وټاکل شو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ملي امنیت د رييس رحمت الله نبیل استعفا یوه ورځ وروسته له دې ومنله چې په اسلام اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د دوو هېوادونو پر اړیکو او د سولې د پروسې پر بیا پیلېدو خبرې وکړې.

ویل کېږي چې ښاغلي نبیل د پاکستان په وړاندې د ولسمشر غني له ځینو پالیسیو سره اختلاف درلود او ظاهراً یې په همدې خاطر استعفا کړې ده.

په پرونۍ امنیتي غونډه کې چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم حاضر و، ولسمشر غني د ملي امنیت سرپرست معرفي کړ:

"د مشورې پر اساس مې پرېکړه وکړه چې له ښاغلي اندرابي صاحب څخه وغواړم چې د ملي امنیت سرپرستي په غاړه واخلي."

محمد مسعود اندرابي تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د اوپراتیف مرستیال و.

رحمت الله نبیل تر استعفا وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي و:

"په داسي حال کې چې پاکستاني چارواکو په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د سولې ملاتړ کاوه، د طالبانو په حملو کې په لسګونو افغانان په کندهار، هلمند، تخار او بدخشان کې ووژل شول."

ده پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی او تاریخي دوست وباله او د افغانستان پر حکومت یې انتقاد وکاوه.

رحمت الله نبیل د کرزي د حکومت یوازینی جګپوړی چارواکی و چې لا هم په خپله چوکۍ پاتې و.

ولسمشر غني د ارګ د تېر ماښام په غونډه کې د نبیل کارونه وستایل:

"د ملي امنیت عمومي رييس ښاغلي نبیل صاحب خپله استعفا له ماسره شریکه کړه، خو د دوی په خپله خوښه مې د دوی استعفا په ځنډ ومنله.

د افغانستان د ملي امنیت د ټینګښت لپاره د دوی د زحمتونو ستاینه کوم."

ویل کېږي چې د ولسمشر او رحمت الله نبیل اختلاف د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو پیل شو.

څه موده مخکې ولسمشر غني د کندوز د ملي امنیت رييس د کندوز د سقوط په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر له کاره لېري کړ.

کندوز په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړنی او یوازینی ولایتي مرکز و چې د طالبانو لاس ته ورغی.

XS
SM
MD
LG