د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

انګلا مېرکل ولې د ټایم د کال شخصیت غوره شوې؟


د امریکا ټایم مجلې د جرمني صدراعظمه د روان ۲۰۱۵ میلادي کال شخصیت غوره کړې ده.

ټایم مجلې یو شپیته کلنه انګلا مېرکل ځکه د کال شخصیت غوره کړې چې وايي، نسبت نورو سیاستوالو ته د خپل هېواد ښیګڼې ته ډیره پاملرنه لري، د ظلم او انتفاعي سیاستونو په وړاندې دریدلې او د یوه اخلاقي قیادت نمونه يې په داسې حال کې وړاندې کړې چې نن ورځ يې په نړۍ کې کمی دی.

انګلا مېرکل وروسته له دې چې ټایم مجلې په ۱۹۹۹ کال کې د کال د غوره نارینه یا Man of the year عنوان د کال غوره شخصیت یا Person of the year ته تبدیل کړ لومړۍ ښځه ده چې په یواځې سر د دغې مجلې دغه لقب خپلوي.

تیر کال دغه اعزازي لقب د یو شمېر ښځو په شمول هغو کسانو ته ورکړل شو چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې بې سارې هلې ځلې کړي دي.

د جرمني صدراعظمه د سږ کال په پیل کې د روسیې د جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین په وړاندې چې غوښتل یې ټول اوکراین لاندې کړي ودریدله.

وروسته بیا د یونان مالي بحران را منځ ته شو چې ټول یورو زون ته یې ګواښ متوجه کړ خو انګلا مېرکل یې په خپلو جدي اقداماتو چاره وکړه.

تردې وروسته میرمن مېرکل وتوانیده چې اروپا ته د کډوالو د ورتګ وروستی بحران اداره کړې. هغې په داسې حال کې چې نورو خپلې دروازې وتړلې د کډوالو په مخ یې د جرمني دروازې پرانېستلې او له دې امله کورنيو او بهرنيو انتقادونو او فشار سره مخامخ هم شوه.

میرمن مېرکل وویل چې د پناه غوښتونکي د ناخوالو قربانیان دي چې ژغورنې ته اړتیا لري او تیري کوونکي نه دي چې مخه يي څوک ونیسي.

د ټایم مجلې محرر ګیبس لیکي چې کیدای شي تاسو میرمن میرکل سره موافق یاست یا مخالف خو هغې ستونزو ته غیږ ورکړې او مشران د سختو شرایطو په ګاللو کله چې خلک یې له پیروي لاس اخلي ازمایل کیږي.

XS
SM
MD
LG