د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

ارګ: پاکستان او افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ګډې هڅې کوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، افغان حکومت او پاکستان توافق کړې چې د افغانستان او د سیمې د جګړې لپاره به په ګډه سیاسي حل لاره لټوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، امریکا هم ژمنه کړې چې د یوه عمده شریک په توګه به په دې برخه کې له دواړو هېوادونو سره همکاري کوي.

خو د ولسي جرګې ځیني غړي د پاکستان اوسنۍ ژمنو ته بیا هم د شک په سترګه ګوري، دوی ټینګار کوي چې له پاکستان نه باید په دې برخه کې نړېوال تضمین واخیستل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې پاکستان ژمنه کړې چې د هغه ډلو په وړاندې به جدي اقدام کوي چې له افغان حکومت سره سولې ته نه حاضريږي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پاکستان له افغان حکومت سره په دې سلا کړې چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به ګډې هڅې کوي:

"هغه توافق چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوی چې د افغانستان او د سیمې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي حل لاره ولټول شي او په دې برخه کې دواړه لوري باید هڅې وکړي، ترڅو د سولې پروسه د افغان حکومت او د افغانانو په مشري بریالۍ شي او متحده ایالاتو هم ژمنه کړې چې ده یوه عمده شریک په توګه په دې برخه کې له دواړو لورو سره همکاري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په اعلامیه کې سپارښتنه شوې چې افغانستان دا مهال له ګواښونو سره مخ دی او په سیمه او افغانستان کې د سولې او امنیت راتلل نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولو مسوولیت دی.

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شوار وايي چې په پاکستان باندې نړېوال فشارونه زیات شوي او یاد هېواد په سیمه کې روان حالت درک کړي او دې ته چمتو شوی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره باید مرسته وکړي.

د دې شورا یو غړی وايي چې افغان حکومت د سولې د خبرو بیا پيل پېلیدلو ته بشپړ چمتوالی لري.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان د سولې په ټپه درېدلې خبرې به تر راتلونکو دوو اونیو کې بیا پیل شي.

خو د ولسي جرګې ځیني غړي د پاکستان اوسنیو ژمنو ته بیا هم د شک په سترګه ګوري، دوی ټینګار کوي چې له پاکستان نه باید په دې برخه کې نړېوال تضمین واخیستل شي.

د دې جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړی عبدالقادر ځاځی وايي:

"له دې وروسته پاکستان چې له افغانستان سره هره ژمنه کوي باید په منځ کې تضمین موجود وي، تضمین باید امریکا، چین او بریتانیا وکړي، ځکه د دوی د پاکستان ستراتیژیک ملګري دي او کولای شي چې په پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي، تر هغه په دې برخه کې یو قوي تضمین نه وي موجود، زه د پاکستان ژمنو ته خوش باوره نه یم."

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، پاکستان باید له دې وروستي چانس څخه بشپړه ګټه پورته کړي او په دې توګه د افغانانو اعتبار یو ځل بیا ترلاسه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG