د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

"د بشري حقونو کمېسیون د بشري حقونو په اعاده کولو کې پاتې راغلی"


د مدني ټولنو سلګونه غړي د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمیسیون انتقاد کوي وايي چې دغه کمیسیون د بشري حقونو په اعاده کولو کې پاتې راغلی دی.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې سره راغونډ شوي وو او د یوې مظاهره په ترڅ کې یې د جنګي جنایتکارانو او بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ضد شعارونه ورکول.

په داسې حال کې چې د دسمبر د میاشتې لسمه نېټه د بشري حقونو د نړېوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي په افغانستان کې بیا ډيرۍ خلک په همدې ورځ له اړونده ادارو د شکایت غږ پورته کوي.

د کابل ښار سلګونه اوسیدونکي او مدني فعالان د پنجشنبې په ورځ له دې امله د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو او شعارونه یې ورکول چې دغه کمېسيون له پیل راهیسې د بشري حقونو د اعادې په برخه کې کوم کار نه دی کړی او په خپلو کړنو کې پاتې راغلی دی.

دا کسان د دهبوري څلور لاري څخه تر دغه کمیسیونه راغلل چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یې په ناغیړي، د بشري حقونو د سر غړونکو په جانب دارۍ او ګڼو نورو تورونو تورناوه.

د مظاهرې یوه تنظیمونکي سالم اصغیرخیل د لاریون پریکړه لیک ولوست چې د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د اصلاحاتو غوښتنه په کې شوې وه:

"موږ د بشري حقونو کمېسیون ته خبرداری ورکوو چې د جنایتکارانو راپور دې په یوه میاشت کې خپور کړي.

موږ غوښتنه کوو چې د کمېسیون مشرتابه او ترکیب دې بدل شي کنه موږ کمېسیون د ملي ګټو د ناقض په توګه لغوه اعلانوو."

مظاهره کوونکو له ځان سره د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د وروستۍ پیښې د څیړلو شعارونه هم لیږدول او ویل یې چې دا قضیه باید لکه د پخوانیو پیښو په شان بې مجازاته پاتې نه شي.

په همدې ډول دوی د هغو چارواکو د دندو څخه د لرې کیدو غوښتنه کوله چې په باور یې په جنګي جنایتونو کې ښکیل دي او په دغه هېواد کې یې د بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم په دغه هېواد کې د پراخو بشري حقونو د نقض خبره نه ردوي خو وايي چې د دوی کار تر ډیره راپور ورکول دي.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي، دوی د بشري حقونو د سرغړونو لست خپرولو ته هم چمتو دي خو په دې اړه د دولت سیاسي اراده نه ویني.

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"په ځینو مسایلو کې د یوې قانوني ادارې په توګه زموږ مسولیت نه جوړیږي چې له خپلو کړنو ور هاخوا نور څه وکړو، موږ د بن د تړون نه راپدیخوا خپل مکلفیتونه په بشپړه توګه ترسره کړي اوس نو د دولت وظیفه ده چې د دغو موادو څخه په څه ډول استفاده وکړي."

هغه وايي چې خلک باید د کمېسیون پر ځای په دولت د اجراتو لپاره فشار راوړي.

خو افغان حکومت وايي چې دوی په هېواد کې د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او دې مسالې ته پاملرنه د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې شمېرې.

ملګرو ملتونو هم په دغې ورځ له افغان چارواکو غوښتي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د ودې او د اساسي ازادیو د ساتنې لپاره هڅې و نه سپموي.

د بشري حقونو څخه د سرغړونو دغه لست د پخواني جمهور ریس حامد کرزي په وخت کې تیار شوی خو تر اوسه نه دی خپور شوی.

ویل کیږي چې په دغه لست کې تر ډيره لوړ پوړي او نوم لرونکي کسان شامل دي او له همدې امله یې د خپریدو مخنیوی شوی دی.

د مظاهرې ګډونوالو ویل چې له دغه کار څخه نه یوازې جنایتکارانو پند نه دی اخیستی بلکې له بخښنو او معافیتونو څخه یې ګټه اخیستي او ورځ تر بلې د جنایتونو او د بشري حقونو د نقض لمن مخ په پراخېدو ده.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG