د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د کندهار پر هوايي ډګر د برید د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیضې شمېرې


د کندهار پر هوايي ډګر د برید کوونکو مړي
د کندهار پر هوايي ډګر د برید کوونکو مړي

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت پر هوايي ډګر د برید په پایله کې ۹ ملکیان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي ۹ ملکیان او درې د ملي اردو سرتېری ټپیان شوي دي.

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال داود شاه وفادار د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر هغه ارقام ناسم وبلل چې ویلي وه د کندهار پر هوايي ډګر حمله کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې ښاغلي وفادار نن ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چي تر حملې وروسته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې معلومه شوې چې پر هوايي ډګر د حمله کوونکو شمېر ۱۴ تنه وو.

د ۲۰۵ اتل قول اردو دغه قومندان پر دې خبرې له ټینګار سره چې په دې حمله کې ۹ ملکیان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی ۹ ملکیان او درې د ملي اردو سرتېری ټپیان شوي دي وویل چې حمله کوونکي د ملکي خلکو یوه بازار ته ننوتلي وو او د شهید پادشاه په نوم د یوه ښوونځي له ودانۍ څخه يې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې.

د نوموړي په وینا حمله کوونکو له ځان سره ډېرې وسلې او مهمات راوړي وه او افغان امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې له احتیاط څخه کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې له دې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې د کندهار پر هوايي ډګر په هغه برید کې چې تېر ماښام ترسره شوه ۳۷ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان دي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال مخالفین پر کندهار ښار برید کوي له دغه برید څخه یوه شپه وړاندې هم وسله والو طالبانو د کندهار ښار د نهمې ناحیې د برېښنا کوټ په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې به پایله کې ټول برید کوونکي ووژل شول.

د وفادار په وینا د پېښي ټول قربانیان د هوايي ډګر په نظامي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دغې حملې مسؤلیت د دولت وسله والو مخالفینو منلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادی راډیو ته ادعا کړې ده چې په دغې حمله کې يې تر ۱۰۰ زیات امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان کړي دي.

د کندهار هوايي ډګر د کندهار ښار سوېل ختیځ ته د کندهار ښار او سپین بولدک پر لویه لار موقعیت لري چې سوېل یا جنوب ته یی د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني، د پوليسو د ۴۰۴ میوند زون، د سرحدي پوليسو قومانداني، د بهرنیو ځواکونو د قاطع مأموریت قومانداني او د امنیتی ځواکونو کورونه هم شته.

په ورته وخت کې د دغه برید له امله د مسافرو ټول پروازونه هم ځنډول شوي دي.

تېره ورځ ناوخته د کندهار څخه نوې ډیلي او نن له کندهاره کابل ته ټول پروازونه وځنډول شول.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG