د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

"د اسیا زړه کنفرانس پاکستان ته د ژمنو د عملي کولو وروستی چانس دی"


د افغانستان ولسي جرګه له ترورېزم سره د مبارزې او د سیمې د امنیت د تأمین لپاره د اسیا زړه هېوادونو پنځم کنفرانس د پاکستان د ژمنو د عملي کولو وروستی چانس بولي.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیراحمدزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت له ترورېزم سره د مبارزې په خاطر په سیمه ییزه او نړېواله کچه خپلې ټولې ژمنې عملي کړي خو دا د پاکستان وار دی چې په خپلو کړېو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، اوس یې وخت را رسیدلی چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې او د افغان سولې د تأمین په برخه کې خپله هره ژمنه پوره کړي که نه نو ټوله سیمه به همداسې ناکراره پاتې وي.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیراحمدزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس د پاکستان لپاره د ژمنو د عملي کولو وروستی چانس دی ځکه چې دغه هېواد په خپلو تېرو ژمنو عمل نه دی کړی.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"د پاکستان لپاره دا یو طلايي او وروستی چانس دی. ځکه ډېره موده مو د خبرو دروازې سره بندې وې. نو پاکستان اوس ټول له امتحان سره دی؛ ځکه افغانستان چې کومې ژمنې کړې وې په خپلو ژمنو ولاړ دی. خو د پاکستان له لوري هغه تعهدات نه و.نو اوس که پاکستان وغواړي چې خپله منطقه یا د سیمې هېوادونو په اجماع کې ځان داخل کړي نو باید له ترورېزم سره د مبارزې او د دې پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي."

ښاغلي احمدزي همدا راز وویل چې په افغانستان جګړه تپل شوې او هېڅکله دغه هېواد د بل چا په تاوان نه دی کارول شوی بلکې په خپله د تحمیلي جګړې تاوان ورکوي.

د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځم کنفرانس کې چې په اسلام اباد کې روان دی افغان ولسمشر وویل چې باید له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یو میکانېزم جوړ شي او ولیدل شي چې څوک ترورېستان تمویلوي او څوک لارښوونه ورته کوي.

ښاغلي غني همدا راز وویل چې اوس وخت د سیمې ټول هېوادونه د ترورېزم له ګواښ سره مخ دی نو باید په داسې ګواښوونکو حالاتو کې د غیرحکومتي کسانو د کارولو له دریځه فاصله واخلو.

اخوا د پاکستان صدراعظم نوازشریف بیا ژمنه وکړه چې د ګاونډي هېواد افغانستان په سوله او ثبات کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دا د بهرنیو چارو وزیرانو پنځم کنفرانس دی او په پخوانیو هغو کې هم پاکستان ورته ژمنه کړې وه.

د سیاسي چارو کارپوه او پخوانی سلاکار وزیر شهزاده مسعود همدغې مسالې ته اشاره کوي چې پاکستان تل داسې وعدې ورکړي خو بیا یې عملي کړې نه دي.

ښاغلي مسعود د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان سولې د تأمین په هدف باید له پاکستانه دا ځل نړېوال تضمین واخیستل شي او افغان ولسمشر هم په هره یوه لیدنه کې په واضح توګه د افغان ملت غوښتنې مطرح کړي:

"د افغانستان خلک له خپل ولسمشر غواړي چې دا ځل باید د نورو کنفرانسونو په نسبت باندې ډېرې جدي او واضح غوښتنې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ولري.زه هیله من یم چې ولسمشر هغه خبرې په زغرده د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې هم وکړي.په دا ټولو کنفرانسونو کې پاکستان داسې وعدې ورکوي چې ګویا موږ د سولې په راوستلو کې له افغانستان سره همکاري کوو چې متأسفانه عملي همکاري یې نه ده کړې. اوس که د سولې خبرې کیږي زما په فکر باید یو نړېوال تضمین په منځ کې موجود وي چې ضمانت ورکړي چې پاکستان واقعاً هم په خپلو خبرو کې صادق دی."

ښاغلي مسعود هیله وښوده چې پاکستان لږترلږه دا ځل چې د سیمې د هېوادونو پنځم ځل ناسته ده خپلې ژمنې عملي کړي او د افغان سولې په تامین کې رښتیني همکاري ته ملا وتړي.

د اسیا زړه هېوادونو - استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه ناسته د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان ولسمشر او پاکستاني صدراعظم په وینا سره پرانېستل شوه او دواړو یې په افغانستان کې امنیت د سیمې د امنیت لپاره لازمي وباله.

که څه هم دواړو مشرانو هیله وښوده چې د یاد کنفرانس په پای کې د ګډو ستونزو او خنډونو د حل لارو په برخه کې پرمختګونه وشي خو لا معلومه نه ده چې په افغانستان باندې د تحمیلي جګړې او د سولې د تامین په اړه د اسیا زړه هېوادونو وزیران کومې نتیجې ته رسیږي.

صفي الله ستانکزی- کابل

XS
SM
MD
LG