د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د تشدد له ښځینه قربانیانو سره د روغتیايي مرستو پروګرام پیلیږي


په داسې حال کې چې پر افغان حکومت انتقادونه کیږي چې د تاوتریخوالي قربانیانو ته پام نه کوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د هېواد په شپږو ولایتونو: لغمان، دایکندي، پروان، پنجشېر، فراه او جوزجان کې به د تاوتریخوالي له ښځینه قربانیانو سره؛ د روغتیايي مرستو یو ځانګړی پروګرام پیل شي.

د دې پروګرام د پلي کولو تړون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د عامې روغتیا د وزارت؛ په افغانستان کې د بریتانیې د سفارت او د ملګروملتو د وګړو صندق د چارواکو ترمینځ لاسلیک شو.

د یاد پروګرام مالي لګښت د بریتانیې سفارت منلی او د پلي کولو چارې یې چې د راتلونکې میلادي کال په لومړیو کې پيلیږي؛ د عامې روغتیا د وزارت او د ملګروملتو د وګړو صندق له خوا لخ پرمخ وړل شي.

په افغانستان کې د بریتانیې د سفارت مرستیال "مارټین لونګ ډن" وویل؛ له دې پروګرام سره به په راتلونکې کې هم مرستې وکړي:

"موږ به د تاوتریخوالی له قربانیانو سره مرستې وکړو. بریتانیا له دې پروګرام سره اوسمهال د یو عشاریه څلور میلیونو ډالرو مرسته کوي او په راتلونکې کې هم هڅه کوو چې نوره مرسته هم وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د روان کال په شپږ میاشتیني راپور کې راغلي چې سږکال د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه؛ د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله اووه فیصده لوړه شوې ده.

د دغه کمېسیون په راپور کې ویل شوی چې تېر کال د ښځو پروړاندې په مختلفو مواردو کې؛ د زورزیاتي دوه زره څلور سوه؛ درې قضیې ثبتې شوې وې، حال دا چې سږکال دا شمېره دوه زره؛ پنځه سوه، نهه اویا ته پورته شوې ده.

د کمیسیون د راپور له مخې په تېرکال کې یې د ښځو د وژنو یواتیا خو سږکال یې یو سلو نوې پېښې ثبتې کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د تاو تریخوالي له ښځینه قربانیانو سره یې د مرستو د دغه پروګرام د پلي کولو لپاره؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتو د وګړو صندق په هماهنګۍ اماده ګي نیولې ده.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فیروز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"غواړو په ګډه سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسو. روغتیايي مرکزونه مو اماده کړي او پرسونل مو ورته روزلي دی.

د ملګروملتو د وګړو صندق راسره مسلکي مرسته کوي؛ په شپږو ولایتونو کې په به پلی شي او یو کال به دوام وکړي."

سره له دې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له څو کلونو راهیسې هڅې کیږی؛ خو راپورونه وايي چې په دې برخه کمی نه دی راغلی.

خلک په دې نظر دي چې حکومت دې د دې ستونزې مخنیوي ته؛ د اړوندو ارګانونو او په تېره د دیني عالمانو په ذریعه؛ د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG