د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

روسيه: په عراق کې د ترکي ځواکونو ګومارنه يو بې باکه اقدام دی


روسيې د ترکيې له خوا د عراق شمال ته د ځواکونو پر لېږلو اعتراض کړی او دا يې يو بې باکه اقدام بللی.

د عراق صدراعظم هم له ترکيې غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې له عراقه خپل ځواکونه بيرته وباسي.

روسيه وايي، د عراق په شمال کې د ترکي ځواکونو ګومارنه يو بې باکه اقدام دی. خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې مسالې په اړه له خپل دریځ واضح کولو څخه ډډه کړې ده.

په ملګروملتونو کې د روسيې استازي ويټالي چورکين ويلي:

دې وضعيت ته د ملګروملتونو د امنيت شورا پام را اړول ډېر مهم کار دی.

چورکين دا خبرې د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنيت شورا په هغه غونډه کې وکړې چې ده په عراق او سوريه کې د ترکيې د اقدام په اړه راغوښتې وه.

د عراق صدراعظم حېدرالعبادي به بغداد کې د سې شنبې په ورځ په يوه تلويزيوني بيان کې په دې اړه چې عراق غواړي له خپلو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې ولري، وويل:

"د عراق د صدارت د پرېکړې پر بنسټ چې پلان لري د ترکيې په ګډون له ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې ولري، له ترکيې غواړي چې د عراق د خاورې او قلمرو په احترام کولو سره خپل ټول ځواکونه وباسي. دا د عراق عادلانه غوښتنه ده. موږ غواړو، زموږ او ترکيې ترمنځ د ورورګلوې او ښې اړيکې وي. موږ له ترکيې غواړو د دې اړیکو احترام وکړي او خپل ځواکونه د عراق له قلمرو څخه وباسي. دا ځواکونه مجهز دي او د عراق د حکومت له اجازې پرته د عراق خاورې ته ننوتلي او موږ يې له تعجب سره مخامخ کړو. دا زموږ خاروه ده، نو زموږ غوښتنې عادلانه دي."

ملګروملتونو ته د روسيې استازي ويټالي چورکين د امنيت شورا په غونډه کې ويلي:

"موږ باور لرو ترکيې يو بې باکه او د نه تشريح کېدونکی اقدام کړی چې په عراق کې يې د دې هېواد له موافقې پرته اضافي ځواکونه لېږلي."

ده زياته کړه چې د ترکيې دغه اقدام ان د دې هېواد متحد ملګری امريکا هم وارخطا کړی.

چورکين وويل چې ترکيه د امریکا په مشرۍ د ايتلاف پر پله ځي چې په عراق او سوريه کې د داعش پرضد هوايي حملې کوي او تر بمباريو پيلولو مخکې يې د سوريې له حکومته اجازه نه وه اخيستې.

چورکين ويلي چې دی د غونډې له پايلو ډېر مايوسه شو. روسيې وړانديز کړی وو چې يوه اعلاميه بايد خپره شي او غوښتنه وشي چې د داعش پرضد د جګړې لپاره په يووالي کې د نړېوال قانون او د هېوادونو د خپلواکۍ احترام بايد وشي.

ده وویل چې د ناټو غړي هېواد ترکي په اړه د امريکا او نورو لويديځ هېوادونو د دريځ په خاطر په ځانګړي توګه اعتراض لري. امريکا د دې غونډي مشري کوله.

عراق همدا راز ويلي چې له روسيې څخه يې هم په دې اړه د مداخلې غوښتنه نه ده کړې.

ملګروملتونو ته د عراق سفير محمد علي الحکيم ويلي چې دا مساله به په دوه اړخيزه توګه د بغداد او انقرې ترمنځ حل شي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي هم د عراق او ترکيې ترمنځ د خبرو هرکلی کړی او دا يې د دې موضوع په اړه د پرمختګ ښه حل لاره بللې ده.

ترکي چارواکي وايي، عراق ته اضافي ځواکونه به د پيشمرګه کرد ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي او ويل کيږي چې ملګروملتونو ته د امريکا سفيرې سمنتا پاور د ترکيې د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG