د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

اشرف غني: د سیمې هېوادونه دې د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي


ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، د سیمې د ثبات لپاره پکار ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان له امن او ثبات سره مرسته وکړي.

ولسمشرغني دا څرګندونې نن چهارشنبې په اسلام اباد کې د استانبول پروسې یا د اسیا زړه هېوادونو پنځمې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره سیمه ییزې همکارۍ، اقتصادي پروژې او د کډوالو مسایل د اسیا د زړه یا استانبول پروسې د پنځمې غونډې ګډونوالو ته د افغان ولسمشر د وینا عمده ټکي و.

ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د غونډې ګډونوالو ته وویل، د روان کال په ترڅ کې افغان ځواکونه وتوانیدل د وسله والو له خوا په افغانستان کې د دوو سیاسي جغرافیو د رامنځ ته کیدو هڅې شنډې کړي.

ولسمشرغني په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې افغانستان له نړېوالو ترورېستي ډلو سره جنګیږي او قرباني یې د دغه هېواد بې ګناه خلک یوازې ګالي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانستان به له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نړېوالې همکارۍ د ډګر په توګه خپل رول ته دوام ورکړي:

"افغانستان د نړېوالو همکارېو لپاره یو پلاټفارم پاته شوی دی او موږ به دې ته دوام ورکړو.

موږ له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په برخه کې د چین، ګاونډېو او له اذربایجان څخه بیا تر هند پورې زموږ د لرې ګاونډېو له یو ځای کیدو هرکلی کوو."

افغان ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان دا مهال له روسیې، چین، ازبکستان، تاجکستان او منځني ختیځ څخه له راغلیو جنګیالو سره مقابله کوي او په وینا یې په پاکستان کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې هم د پام وړ وسله وال له دغه هېواده افغانستان ته را اوښتي دي.

ولسمشراشرف غني د سولې او پخلاینې د بهیر په اړه وویل چې په افغانستان کې د بېلابېلو جنګیالیو شتون ته په کتو یوې هر اړخیزې سولې ته هم اړتیا لیدل کیږي:

"سوله د جګړې له ټولو اړخونو سره تعامل ته اړتیا لري. نو یوه څو اړخیزه سوله چې زموږ د ټولو سوکالي او پر یو بل حساب کول ډاډمن کړي، اساسي خبره ده."

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د خپلې وینا پرمهال وویل، هېواد د سیمې په کچه له شته امنیتي ګواښونو سره د ګډې مبارزې او سیمه ییز اتصال ته لېواله دی.

ښاغلي شریف ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د پاکستان او د ټولې اسیا ثبات دی:

"که افغانستان بې ثباته وي نو اسیا به بې ثباته وي او که چېرته په افغانستان کې سوله او هوسایې وي، نو اسیا به ورسره هوسا وي.

همدې نظر ته په کتو پاکستان د استانبول د پروسې او په افغانستان، ټوله سیمه او وراخوا سیمو کې تل پاتې سولې او پرمختګ ته ډير ارزښت ورکوي."

نوموړي یو وار بیا وویل چې هېواد یې د افغانستان دښمن خپل دښمن ګڼي او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې او پخلاینې پر بهیر ټینګار وکړ.

تمه کیږي افغان پلاوی د چهارشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه هم دوه اړخیزه لیدنې ولري.

په دغه دوه ورځني کنفرانس د استانبول پروسې ۱۴ غړي او ۱۷ ملاتړ کوونکي هېوادونو او دغه راز د ۱۱ نړېوالو سازمانونو استازې ګډون لري.

د افغانستان د ملي شورا غړي او د چارو کارپوهان تمه لري چې ولسمشراشرف غني به دا ځل له پاکستاني چارواکو او همدا راز د اسیا زړه کنفرانس ګډونوالو سره د شته ستونزو په اړه جدي خبرې وکړي او سفر به یې دا وار مثبتې نتیجې له ځانه سره ولري.

XS
SM
MD
LG