د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د حملې د وژل شويو شمېر ۸ تنو ورسېد


د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت پر هوايي ډګر د وسله والو مخالفینو په حمله کې اته تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چي د ۱۱ ساعته جګړې وروسته امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې حمله کوونکي چې شمېر یې درې تنه وو، له منځه یوسي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې په وژل شويو او ټپیانو کې ملکي و پوځي وګړي ګډون لري.

د نوموړي په خبره حمله کوونکو له ځان سره ډېرې وسلې او مهمات راوړي وو او افغان امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې له احتیاط څخه کار اخیستی دی.

خپلواک زیاتوي چې حمله کوونکي د ملکي خلکو یوه بازار ته ننوتل او د شهید پادشاه په نوم یوه ښوونځي له ودانۍ څخه يې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې.

په ورته وخت کې یوې سرچنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په دغې حمله کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه منبع د حمله کوونکو شمېر زیات ښیي او وايي چې وروستي حمله کوونکي نن سهار اووه بجې د امنیتي ځواکونو په حمله کي ووژل شوو.

د پېښي ټول قربانیان د هوايي ډګر په نظامي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پېښي په لومړيو شېبو کې ویل کېدل چې حمله کوونکو د یو شمېر پوځي کسانو کورنۍ هم برمته کړي وې.

د دغه حملې مسؤلیت د دولت وسله والو مخالفینو منلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادی راډیو ته ادعا کړې چې په دغې حمله کې يې تر ۱۰۰ زیات امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان کړي دي.

د کندهار هوايي ډګر د کندهار ښار سوېل ختیځ ته د کندهار ښار او سپین بولدک پر لویه لار موقعیت لري چې سوېل یا جنوب ته یی د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني، د پوليسو د ۴۰۴ میوند زون، د سرحدي پوليسو قومانداني، د بهرنیو ځواکونو د قاطع مأموریت قومانداني او د امنیتی ځواکونو کورونه هم شته.

په ورته وخت کې د دغه برید له امله د مسافرو ټول پروازونه هم ځنډول شوي دي.

تر دې پېښې یوه ورځ مخکې هم وسله والو طالبانو د کندهار ښار د ۹ ناحیې د برېښنا کوټ د پولیسو پر پوستې حمله وکړه چې یو شمېر پولیس يې ټپیان کړل.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG