د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو مخالفینو برید کې ۶ تنه وژل شوي


د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک له ازادي راډیو سره په اړیکه کې وايي چې د کندهار پر هوايي ډګر حمله کې ۶ تنه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خپلواک روښانه نه کړه چې ۶ تنه وژل شوي کسان ملکي کسان او که پوځیان.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې پر نوموړي هوايي ډګر درې تنو وسله والو مخالفینو حمله کړې وه چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټول وژل شوي دي.

په ورته وخت کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې د کندهار پر هوايي ډګر حمله کې څه باندې ۱۵ تنو ملکیانو او پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله وال طالبان د دغې حملې په پخلي سره ادعا کوي چې په نوموړې حمله کې یې ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پخواني:

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیأ دراني له ازادي راډیو سره په اړیکه کې وویل چې د امنیتي ځواکونو او وسله طالبانو تر منځ جګړه له څه باندې څلور ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېده.

ښاغلی دراني وايي چې تر اوسه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه جزئیات په لاس کې نه شته او د دغې پېښې په اړه د لازیاتو څېړنو لپاره یو لړ عملیات په لاره اچول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ماښام ۰۶:۳۰ دقیقې، برید کوونکو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د کندهار پر هوايي ډګر برید وکړ.

په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک له ازادي راډیو سره په اړیکه کې د دې پېښې په تأیید سره چې وسله والو مخالفینو هوايي ډګر ته څېرمه پر هغه کمپ چې په امنیتي ځواکونو پورې اړوند دی، برید کړی وویل چې د هغوی شمېر درې تنو رسېږي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې دغو وسله والو هوايي ډګر ته څېرمه په هغې سیمه کې چې د دغه هوايي ډګر کارکوونکي په کې ژوند کوي په یوه ښوونځي کې ځای نیولی وو او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

بلخوا، تېره شپه هم د کندهار ښار د نهمې حوزې پر امنېتي پوستې دوو حمله کوونکو حمله وکړه او دغه پېښه له ساعتونو جګړې وروسته د شپې په ۱۱ بجې د هغوی په وژلو سره پای ته ورسېده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماخوستن دوو حمله کوونکو چې په کلاشینکوفونو او لاسي بمونو سمبال وو، د یادې حوزې پر پوستې حمله وکړه.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې په دغې نښته کې دوه تنه پولس هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې په سیمه کې یو شمېر عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه پولیس یو د ملي امنیت کارمند او یو چوکیدار ټپي شوی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې دا حملې د طالبانو کار بللی او افغان امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG