د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د هرات په شینډنډ کې د طالبانو ترمینځ خپلمنځي جګړې زور اخیستی


په هرات کې د وسله والو طالبانو د دوو سیالو ډلو ترمینځ نښته کې څه دپاسه پنځوس کسه وژل شوي او اوه پنځوس نور ټپیان دي.

د هرات د والي ویاند احسان الله حیات وايي؛ د ملا محمد رسول او ملا منصور د پلویانو ترمینځ دغه نښته د شینډنډ ولسوالۍ په ژیړ کوه سیمه کې تېره ورځ پیل شوې ده او د دغه رپوټ د جوړولو پورې یې دوام درلود.

د افغانستان په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محمد جاهد وايي؛ یوشمېر طالبان د فراه ولایت او یوشمېر نور هم د هرات نورو ولسوالیو څخه د خپلو پلویانو د ملاتړ لپاره ژیړ کوه ته ورغلي دي.

رپوټونه وايي، د ملا محمد رسول د پلویانو څخه ملا راز محمد ننګیالی په شینډنډ کې د ملا منصور د پلویانو پر وړاندې د جنګ مشري کوي چې د بل لوري قومانده د ملا عبدالصمد په غاړه ده.

ژیړ کوه د شینډنډ هغه سیمه ده چې ملا محمد رسول په کې یوه میاشت مخکې علني څرګند شو او ځان یې له ملا محمد عمر وروسته د طالبانو مشر اعلان کړ.

سره له دې چې دواړو خواوو تراوسه د دغو نښتو په هکله خبریالانو ته څه نه دي ویلي؛ خو سیمه ییز چارواکي دغه نښتې د طالبانو د مشرانو ترمینځ د اختلافاتو زېږنده ګڼي.

څو میاشتې مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان پر مهال هم په ژیړکوه د سیالو ډلو ترمینځ دا ډول نښتې شوې وې. ژیړکوه د هرات هغه سیمه ده چې طالبان په کې قوي نفوذ لري او له دغه ځایه په دولتي ځواکونو پرله پسې بریدونه کوي.

خو اوس چې هلته د سیالو ډلو ترمینځ نښتې پیل شوي دي؛ دولتي چارواکي هیله لري چې په دولتي ځواکونو به فشار کم شي.

XS
SM
MD
LG