د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

سرتاج عزیز: بې ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه نه دی


د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي؛ هیواد یې د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې هدف یې په افغانستان کې د سولې او امن ټینګښت دی.

سرتاج عزیز د اخبره په اسلام اباد کې د آسیا د زړه کنفرانس ته په پرانېستونکې وینا کې وکړه او په دې خبرې یې هم تاکید وکړ چې یو بې ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه نه دی.

سرتاج عزیز وویل، د آسیا د زړه کنفرانس د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ چې په محور کې یې افغانستان دی؛ د پیاوړتیا لپاره یوښه میکانیزم دی.

د آسیا د زړه په کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري.
دغه پروسه په ۲۰۱۱ کال د لومړي ځل لپاره د ترکیې له اسټانبول ښاره پیل شوه چې ورته د اسټانبول پروسه هم وایي.

اسلام اباد د دې کنفرانس پنځم کوربه دی.

دغه کنفرانس چې نن پرانستل شوی؛ سبا هم دوام کوي او افغان ولسمشر به هم د دې کنفرانس په سبانۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د اسټانبول پروسه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره یوه نوې اجنډا مخ ته وړي. افغانستان هم د آسیا د زړه کنفرانس په محور کې ځای لري او هدف یې هم د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان او هم په سیمه کې سوکالي ده.

هغو هېوادونو چې د اسټانبول په پروسه کې شامل دي؛ د دغې پروسې د مخ ته وړلو لپاره په درېیو مواردو موافقه کړې ده.

لومړی: د افغانستان په اړه سیاسي خبرې اترې چې د دې هېواد نژدې او لېرې ګاونډیان په بر کې ونیسي.

دوهم: د اعتماد او باور د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې چې د اسټانبول د پروسې په سند کې یې موارد مشخص شوي دي.

درېیم: په مختلفو سیمه ییزو پروسو او سازمانونو کې د ټولو هغو کارونو ګړندي کول او په کې یوه هماهنګي رامنځ ته کول چې د افغانستان له مسالې سره تړلې وي.

د دې پروسي ټولو غړو دا منلې چی په سیمه کې د باور فضا او همکاري د پیاوړي کېدو اړتیا شته چې هغه په خپل وار سره د یوه باثباته او سوکاله افغانستان او هم سیمه کې دی هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي.

د اسټانبول په پروسه کې غړي هېوادونه:

افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان، آذربایجان، چین، هند، روسیه، ترکیه، سعودي عربستان او متحده عربي امارات شامل دي.

هغه هېوادونه چې د دې پروسې ملاتړي دي:

اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، اروپایي اتحادیه، فرانسه، فنلنډ، جرمني، عراق، ایټالیا، جاپان، ناروې، پولنډ، هسپانیا، سویډن، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات.

یوشمېرهغه مهم سازمانونه چې د اسټانبول د پروسې ملاتړ کوي:

ملګري ملتونه، ناټو، د اروپا د امنیت او همکاری سازمان، ایکو، سارک او یوشمېر نور...

هغه هیوادونه چې په کې مخکې د دغه کنفرانس غونډې شوې:

۲۰۱۴ کال: پیکنګ - چین

۲۰۱۳کال: الماتا - قزاقستان

۲۰۱۲ کال: کابل - افغانستان

۲۰۱۱کال: اسټانبول - ترکیه

XS
SM
MD
LG