د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

"هغو ادارو ته دې نوي کسان معرفي شي چې سرپرستان یې اداره کوي"


ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د شته ستونزو د حل په خاطر باید هغو ادارو ته ژمن کسان معرفي کړي چې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو شاوخوا پنځه لس میاشتې تیریږي؛ خو لا هم ځينې ادارې شته چې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي او په دې اړه په وخت د حکومت په نه اقداماتو انتقادونه په ډېرېدو دي.

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا په ادارو کې د سرپرستانو موجودیت د اندیښنې وړ وباله او وايي چې حکومت یې باید غم وخوري.

د دغې جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر چې په دې ورځ یې د ولسي جرګې مشري کوله؛ د وکیلانو اندېښنو له څرګندولو وروسته په حکومت غږ وکړ چې دا اندېښنې جدي ونیسي:

"په حکومت باندې غږ کوو، تر څو په عاجله توګه د هغو ادارو په هکله چې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي؛ نوي کسان معرفي کړي."

د ولسي جرګې غړي وايي چې له میاشتو میاشتو راهیسې د سرپرستانو موجودیت د حکومت کمزوري ښيي او دې کار سخت شکایتونه راپارولي دي.

دا غوښتنه او شکایتونه داسې وخت کيږي چې د هېواد دفاع وزرات؛ لویه څارنوالۍ، د بلخ، نورستان، کندز ولایتونه او یو شمېر سیمه ییزې ادارېد سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د سرپرستانو له منځه بیا ډېر شکایتونه د سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزي په اړه کېږي چې حکومت بیا د امنیتي او دفاعي مسوولانو د سرپرستي قانون څخه د مستثنا کېدو په خاطر یو فرمان صادر کړ.

خو تقنیني دا فرمان بیا د ولسي جرګې له خوا رد او د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې تاید کړ چې دې موضوع بیا د ولسي جرګې د غړو غوصه راپارولې ده.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کارپوهان هغه حکومتي چارواکي د قانون څخه په سرغړونې ګرموي چې سرپرست کار ته دوام ورکوي.

د حقوقي چارو کارپوه سید خالد سادات د سرپرستانو د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یو سرپرست چارواکي په بعضې مالي مسایلو کې اقدام نه شي کولای او په داخل د اداري چوکاټ کې مقررې نه شي کولای؛ دویم ډېره مهمه خبره دا ده؛ یو چارواکی چې په دایمي توګه معرفي کېږي؛ د مسوولیت زیات احساس کوي، خو څوک چې سرپرست وي هغه د مسوولیت کم احساس لري او فکر کوي چې نن یم سبا نه یم."

ومو غوښتل چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو؛ خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د سرپرستۍ څخه دا اندیښنې په داسې حال کې لا هم کېږي چې له دې وړاندې د ملي وحدت حکومت کابینې په جوړېدو هم شاوخوا اوه میاشتې تېرې شوي وې او ټول وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېدل.

د افغانستان د قانون له مخې نباید کوم سرپرست له دوه میاشتو ډېر خپل کار ته دوام ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG