د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د ننګرهار د سپین جومات په جوړېدو کې د فساد مساله لا نه ده حل شوې


شپږ میاشتې تېرې شوې، خو لا هم د جلال اباد سپین جومات په جوړېدو کې د فساد قضيه په عدلي او قضايي ارګانونو کې نه ده نهايي شوې.

پوره څلور میاشتې وړاندې ازادي راډيو په دې اړه یو تحقيقي ریپوت هم خپور کړ چې د جلال اباد سپین تاریخي جومات په جوړېدو کې په لوړه کچه فساد شوی.

هغه مهال د دې جومات ټېکدار او د دې قضيې د څېړلو کمیسیون مسوولینو د سپین جومات پر ملاامام قاري میرزا تور پورې کړ چې د جومات په نوم راټولو شویو پیسو څخه شاوخوا یو ميليون ډالر اخیستي او شخصي يې مصرف کړي. هغه وخت قاري میرزا ترابي له رسنیو سره خبرو کولو ته نه و حاضر شوی؛ خو اوس د څلورو میاشتو له تېرېدو وروسته تېره ورځ د ولایتي شورا د غونډو په تالار کې د لسګونو دیني علماوو په موجودیت کې یې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل.

قاري میرزا ترابي وویل، د سپين جومات جوړېدو لپاره راټولې شوې ټولې پیسې د یوه کمیسیون په موجودیت کې ټيکدار ته ورکړل شوي او په اړه يې اسناد ورسره موجود دي:

"چې جمع شوي مبالغ د ولایت د مکتوب په اساس د ټېکدار له خوا بانک نه اخیستل کېده کوم وخت چې زه او موږ ټول پینځه کسان په کمیسیون کې و ټېکدار ۵۵ میلیونه افغانۍ اخیستې او اسناد يې موجود دي."

نوموړي د هغو تورونو په اړه چې ده له ټېکدار څخه د راټولې شوې چندې پیسې قرض حسنه اخيستي؛ وویل، که ټېکدار پرې ثابته کړه دی به ورته پیسې ورکړي؛ خو ټینګار يې وکړ چې ده د جومات په نوم له راټولو شویو پیسو څخه یوه انه هم نه ده اخیستې.

د دې فساد د څېړنې په موخه د جوړ شوي کميسیون مشر اجمل رحماني هم ولایتي شورا ته حاضر شو؛ که څه هم ورغلي ديني علماوو ورسره مخ نه شول؛ خو هغه رسنیو ته وویل، هغه اسناد چې اوس قاري میرزا ترابي رسنیو ته ښکاره کړي؛ په دې کې ځينې اسناد اوس جعلي جوړ شوي.

رحماني وویل، پر قاري میرزا د لګېدلو تورونو په اړه پوره اسناد او شواهد په لاس لري او یوه کاپي يې څارنوالۍ ته هم سپارلې:

"استعلامونه مو له نورو خلکو راټول کړي، ټول اسناد راسره دي، ټول اجناس که ملا په خپل سرې خرڅ کړي؛ که تقسیم کړي د هغه خپل کار دی، خو موږ ثبوتونه پيدا کړي.

دویم چې ملا وايي، زه په قرارداد کې برخه نه لرم؛ په ټولو قراردادونو کې ده امضا کړې؛ تدارکات قانون ته نه دی تلی، دا شخصي غيرې قانوني شوی په حجرو کې شوي، بل د سعودي عربستان مساله دا په رسمي مکوتب تللی د مکتوب نمبر يې په ولایت کې ثبت شوی؛ کله چې دی تللی دی د مکتوب په اساس ده یوه روپۍ له ځانه سره نه ده راوړې؛ باقي يې نورې پيسې اخیستي چې ما مصرف کړي."

بل خوا د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني له عدلي او قضايي ارګانونو څخه جدي غوښتنه وکړه چې دا مساله دې ژر تر ژره وڅېړي او په فساد ککړ خلک دې د قانون منګولو ته وسپاري:

"که چېرې دا تهمت و او په تا ثابت نه شي؛ موږ ولایتي شورا به مخکې یو، دیني علماء او مدني ټولنې به ټول ځو او ستا د حیثیت اعاده به کوو؛ خو که چېرې دا تورونه په تا ثابت شول؛ نو بیا دې جرم شخصي دی او د نورو دیني علماوو او مدني فعالانو رنګ به موږ او تاسو نه بدوو."

د جلال اباد سپين تاریخي جومات چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې د ننګرهار ولایت شاهي قصر دننه جوړ شوى و؛ د ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د همدې کال د حمل د میاشتې په وروستیو ورځو کې چې ګل اغا شیرزی د ننګرهار والي و؛ د یاد جومات د شهید کېدو امر ورکړ او پرېکړه يې وکړه چې دا جومات به د سوداګرو په پیسو له سره په داسې بڼه جوړیږي چې په هېواد کې به يې ساری نه لیدل کیږي.

هغه مهال ولایتي ادارې یوه کمیسيون ته دنده وسپارله چې د سپین جومات د رغونې لپاره په تورخم کې د چندې صندق کیږدي او له هر راوښتوونکي لوی موټره درې-درې سوه افغانۍ راټولې او جومات پرې جوړ کړي.

هماغه وخت له یوه شخصي ساختماني شرکت سره د څوارلس میلیونو ډالرو په بدل کې د دې جومات د جوړولو قرارداد ورکړل شو؛ خو وروستی براورد ښايي چې دا جومات په شاوخوا شپږ میلیونه ډالرو رغول کیږي.

دوه نیم کاله وروسته د دې جومات په جوړېدنه کې د فساد ريښې رابرسېره شوې او ویل کیږي چې د جومات په پيسو کې په میلیونونو افغانۍ غلا شوې.

هغه مهال د دې قضيه د څېړلو مساله پيل شوې؛ خو شپږ میاشتې تېرې شوې خو لا هم عدلي او قضايي ارګانونه تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG