د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د روسيي په ښارونو کې ترکي اتباع له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي


د ترکيي له خوا د روسيې د یوې جنګي الوتکې له ویشتو وروسته په مسکو او نورو ښارونو کې ترک اتباع له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د انقرې او مسکو ترمنځ بحران په روسیه کې د میشتو ترکانو پر کاروبار او سوداګریځو فعالیتونو ډیر اغیز کړی دی.

وروسته تر هغې چې ترکيې له سوريې سره پر پوله یوه روسيي جنګي الوتکه وغورځوله، په روسیه کې میشت ترکان له راز- راز ستونزو سره مخ شوي دي.

د روسيې سرحدي پولیسو ګڼ شمېر ترکان چې د ساختمانۍ په برخه کې کار کوي، ونیول او د ترکانو پر کمپنیو او فابریکو يې ناڅاپي چاپې ووهلې.

ګڼ شمېر روسانو په مسکو کې د ترکي د سفارت مخته مظاهره وکړه او د سفارت پر ودانۍ يې د ډبرو ګزارونه وکړل.

په مسکو کې میشت ترکان وايي، د خلکو او امنیتي افرادو د احتمالي ناوړه چلند له امله د ښار په مېټرو ګانو کې سفر نه شي کولی.

په روسیه کې پر میشتو ترکانو وروسته تر هغې فشارونه زیات شول چې ولسمشر ولادمیر پوټین د روسيې د ملي امنیت د لا خوندي کولو په هدف ځیني اجرات تصویب کړل.

د دې تدایبر له مخې اوس د دواړو هېوادونو اتباع مکلف دي چې د سفر پر مهال ویزه واخلي.

ولسمشر پوتین دغه راز د روسيې او ترکيي ترمنځ دربست پروازونه لغوه کړل او روسيي کمپینو ته امر وکړ چې وروسته له دې ترک اتباع نه استخداموي.

۳۴کلن امت چې د ترکيې تبعه دی او په مسکو کې د ساختمانۍ په چارو کې فعالیت کوي، د څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په دغه ښار کې ژوند کوي، روسې میرمن لري او ترکي کمپنیو ته د ساختمانۍ د چارو وسایل پلوري.

امت وايي:

"زه د خپلې کورنۍ په اړه وارخطا یم.که یوازې وم نو هیڅ ستونزه نه وه خپلې جامې به مې راټولې کړې وای او وتم به.

زما میرمن نه پوهیږي چې څه وکړي.موږ یو کوچنی هم لرو او یوازې ښو خبرونو ته منتظر یو."

د کریملن د ویاند دیمتري پیسکوف په خبره دا مهال په روسیه کې شاوخوا دوه سوه زره ترکان میشت دي.

سویتلانا ګنوشکینا چې په روسیه کې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي،وايي په دې هېواد کې پر میشتو ترکانو لګول شوي بندیزونه مبهم دي او هغه ویره لري چې روسيې حکومت به ترکان اړ کړي چې له دې هېواده ووځي.

په روسیه کې میشت ترکان روسيي او ترکي ولسمشران د مسکو او انقرې ترمنځ د روان کړکیچ مسول ګڼي.

په مسکو کې میشت د ساختماني چارو ترکي سوداګر امت وايي، دی د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه والي ته هیله مند دی خو وايي ولسمشر پوتین کولای شي له هر څو مو منع کړي.

د نوموړي په خبره پوتین او اردوغان یو شان کرکټر لري او دواړه دیکتاتوران دي.

XS
SM
MD
LG