د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

شهیم: د دښمن پرېکړه دا وه چې د کوټې شورا هلمند ته راولېږدوي


د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم
د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم

د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي جلسه کې وویل چې وسله والو مخالفینو هڅه کوله څو سږ کال د کوټې شورا هلمند ته را انتقال کړي، خو په خپل هدف کې ناکامه کړل شوو.

ښاغلی شهیم وايي، وسله والو مخالفینو او د سیمې استخباراتو هڅه کوله چې سږ کال د افغانستان ډېری سیمې د طالبانو لاس ته ولوېږي، خو په خپل هدف کې ناکامه کړل شوو.

ښاغلي شهیم زیاته کړه:

"د افغانستان دښمنانو پرېکړه کړې وه چې سږ کال کوټې شورا نه نور د کوټې نوم لیرې کړي او راوړي هلمند ته انتقال کړي، خو د خدای په فضل دوی ونه توانېدل چې دا جګړه مخې ته یوسي."

د وسله والو طالبانو له خوا هلمند ته د کوټې شورا د انتقال خبره په داسې حال کې کېږي چې لاهم د هلمند په یو شمېر سیمو کې نا امني ده او یو شمېر سیمې د حکومت له کنټروله وتلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هلمند چارواکو هم ویلي و چې وسله والو مخالفينو ځکه په هلمند کې جګړه توده ساتلې چې د دغه ولايت شمالي ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او د کوټې شورا همدلته راولېږدوي.

خو افغان څېړونکي وایې چې پاکستان له دې کار سره غواړي چې له دې بدنامۍ ځان خلاص کړي چې وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ته يې ځاى ورکړى دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس او سیاسي کارپوه روح‌الله امین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زه فکر کوم پاکستان د دې لپاره چې له ملامتي یې له ځان نه پاکه کړي وي، طبعاً هڅه کوي چې دا مرکز د افغانستان خاورې ته انتقال کړي، تر څو همدا تورونه چې اوس پر پاکستان لګول کېږي له هغه ځان خلاص کړي او په ضمن کې طالبان کاملآ د یوه افغاني ستونزې په توګه بدل کړي او ووایې چې دا زموږ ستونزه نه ده بلکې دا د افغانستان ستونزه ده."

نوموړي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید له دې مسئلې سره ډېر مسؤلانه چلند وکړي.

بلخوا د دفاع وزارت لوی درستیز په خپلو هغو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ویلي وو د طالبانو ۴۰ سلنه رهبرۍ یو ځل د افغانستان زندان لیدلی دی.

ښاغلي شهیم د مشرانو جرګې غړو ته وویل که چېري په دې اړه اسنادو ته اړتیا شي نو دی حاضر دی چې معلومات ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG