د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

ولسمشر غني: له ښځینه پولیسو سره ناسم چلند ته اجازه نه ورکوو


ولسمشر غني د پولیسو له لیکو سره په یو ځای کېدلو کې د ښځو جرات وستایه او له هغو یې وغوښتل چې په هیواد کې د عدالت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د نیږدې څلور سووه هغو پولیسو ښځو سره د لیدنې پر مهال وکړې چې د پولسو له اکاډمي څخه فارغې شوې دي.

ولسمشر د دوی په خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل اجازه نه ورکوي چې له دوی سره ناسم چلند وشي:

"تاسې هر یو د فرهنګي ممانعتونو با وجود یوه با جراته او زړوره پرېکړه کړې؛ هېڅ ډول ناسم چلند ته اجاره نه ورکول کېږي؛ باید د ورڼو پولیسو له خوا خویندو پولیسو ته برابر او ښه شرایط برابر شي."

په دغه ناسته کې چې د جمهوري ریاست په ارګ مانۍ کې جوړه شوې وه؛ د ښاغلي غني مېرمن بي بي ګل غني هم د افغان ښځو مېړانه وستایله او له هغوی یې وغوښتل چې په هېواد کې د امنیت او عدالت د تینګښت په برخه کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د یکشنبې د ورځې په سهار په کابل کې دغه فارغانو ته د زده کړو او کار د ښو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه دېره مهمه وګڼله او ویې ویل؛ هڅه کوي تر راتلونکو څو کلونو پورې یې شمېر لسکونو زرو ته ورسوي.

په ورته وخت کې دوه تنه دغه فارغو شویو پولیسو ښځو "پشتونې او نسیمې" ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پولیسو ته یې د راتګ هدف هېواد ته خدمت کول دي.
دوی له نورو ښځو هم وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یو ځای شي.

"۱- افغانستان یو کړېدلی هېواد دی او ډېرې ناخوالې یې تېرې کړې دي؛ زما لومړی هدف همدا و چې پولیسو ته راشم او له دې طریقه خپلو خلکو ته خدمت وکړم.

۲- که غواړي چې د خپلو ورڼو تر څنګ خپلو دردېدلو خلکو ته صادقانه خدمت وکړي؛ نو مهرباني دې وکړي له پولیسو سره دې یو ځای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر وايي؛ د هېواد په ځینو سیمو کې د ښځو د کار او زده کړو په وړاندې خنډونه موجود دي.

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ که د ښځو لازم امکانات موجود وي چمتو دي چې د خپلو کورنیو ښځې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شاملې کړي:

"ښځې سمو ځایونو ته اړتیا لري چې ځای یې خوندي وي؛ مناسب وي او ډاډه اوسوو د خپلو کورنیو ښځو ته اجازه ورکوو."

په افغانستان کې خلک په دې باور دي چې د ښځو ونډه د امنیتي ځواکونو په لیکو په ځانګړي ډول پولیسو او امنیتي پوستو کې د تلاشۍ؛ د چاودېدونکو موادو د انتقال د مخنیوي او په ټوله کې د امنیت د ټینګت په برخه کې اغېزمن رول لوبولی شي.

خو پولیسې ښځې ټینګار کوي چې حکومت باید دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ تر څو خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG