د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

امریکا د افغانستان او پاکستان تر منځ ښو اړیکو د پراختیا هڅه کوي


د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به دواړه هېوادونه وهڅوي څو خپلو کې اړیکې ښې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په وروستیو څو میاشتو کې د اړیکو د ترینګلتیا په دوام، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي څو د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړیکې پراختیا ومومي.

ښاغلي اولسن د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو پر پراختیا له ټینګار سره وویل:

"زموږ کړنلاره دا ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ مثبتې اړیکې پراختیا ومومي. موږ دواړه لوري هڅوو څو په امنیتي چارو او دغه راز د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په برخه کې همکاري سره وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ اعتماد جوړونه ډېره مهمه ده او د ولسمشر اشرف غني ستاینه یې وکړه چې د جمهور رییس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅې وکړې.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې د روان کال په ترڅ کې په افغانستان کې د یو لړ نا امنیو په نتیجه کې خړې پړې شوې او افغان حکومت پاکستان ملامت کړ چې په خپله خاوره کې یې وسله والو ته ځای ورکړی او له افغانستان سره صادقانه همکاري نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف هم په وروستیو کې امریکا ته په خپل سفر کې د افغانستان په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د یو شمیر قومي مشرانو او سیاسي ګوندونو په غوښتنه ولسمشر اشرف غني د پاریس په وروستۍ ناسته کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره وکتل او ښاغلي شریف وویل چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

په دغه لیدنه کې همدا راز د پاکستاني لورې له خوا افغان ولسمشر ته د آسیا د زړه هېوادونو د پنځمې غونډې د پرانیستلو بلنه ورکړل شو.

خو افغان حکومت تر اوسه په دغې ناستې کې د ولسمشر غني د ګډون او یا نه ګډون موضوع نه ده روښانه کړې.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن د آسیا د زړه هیوادونو راتلونکې ناسته د سیمه ییزې همکارۍ د راجلبولو په برخه کې د افغانستان لپاره یو ستر فرصت ګڼي:

"موږ په اسلام آباد کې د آسیا د زړه هېوادونو د یوې بریالۍ ناستې په تمه یو. دا د افغانستان لپاره یو ستر فرصت دی څو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمې همکاري را جلبه کړي."

د اسټانبول پروسه یا د آسیا د زړه هیوادونو پنځمه ناسته د روانۍ اونۍ په پای کې په اسلام آباد کې جوړیږي.

افغان حکومت لا هم د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ژمنو او کړنو شک څرګندوي، خو و به لیدل شي چې آیا دا ځل به پاکستان له افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي او که څنګه؟

XS
SM
MD
LG