د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

غږیز پیغام: ملا اختر محمد منصور ویلي چې روغ رمټ دی


په داسې حال کې چې ځینو افغان چارواکو د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د ټپي کیدو او بیا مړینې خبره تائید کړې وه، خو ملا اختر محمد منصور ته په یوه منسوب غږیز پیغام کې دا خبرې بې اساسه بلل شوي دي.

اختر محمد منصور ته منسوب دا غږیز پيغام د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته لیږلی او خپله ملا منصور په کې ویلي چې دی روغ رمټ او د ملګرو په منځ کې دی:

"وروڼو دا خبره هیڅ حقیقت نه لري، دا تبلیغات دي، زه الحمدالله د خپلو ملګرو په منځ کې یمه."

له دې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور لومړی ټپي او وروسته مړ شوی دی.

د طالبانو مشر په خپل غږیز پيغام کې منلې چې د طالبانو ترمنځ اختلافات شته، خو ویلي یې دي چې دا په هغې کچه نه دي چې یو دې د بل مرګ ته ناست وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې تر اوسه دا غږیز پيغام نه تائید او نه هم ردولی شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG