د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

ویسا: د وردګو وروستۍ غمیزه د چارواکو لپاره ستر ازمویښت دی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره په میدان وردګو ولایت کې د عامو خلکو د وژل کیدو په اړه غبرګونونو او د طالبانو په لیکو کې راغلو اختلافاتو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د وردګو وروستۍ غمیزه د چارواکو لپاره ستر ازمویښت دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د میدان وردګو شپاړس تنه وژل شوي او ټپي کسان د ښوونځي زده کوونکي وو، خو د سرمقالې د لیکوال په باور ځینۍ رسنۍ او مدني بنسټونه پرې چوپه خوله پاته شول.

د سرمقالې د لیکوال په باور، په دې پیښه کې د یوې کورنۍ څلور کسان ووژل شول او د ورځپاڼې په باور دا ډول وضعیت نور د وردګو خلکو ته د زغم وړ نه دی.

د سرمقالې په پای کې راغلي چې میدان وردګو کې وسله وال مخالفین فعاله دي او دا ډول پیښې نور هم د وسله والو مخالفینو لیکې پياوړې کوي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، د وردګو پیښه ښيي چې حکومت له خلکو سره توپيري چلند کوي.

په مطلب کې راغلي چې حکومتي چارواکو د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ بې ګناه کسانو پر وژل کیدو سوړ او ځنډنی غبرګون وښود.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د ملکیانو د وژلو پر وړاندې د حکومت بې تفاوتي د معافیت کلتور پياوړی کوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیل کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کیدو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د بل مشر ملا عبدالله سرحدي لیدنې ته ورغلی وو چې شخړه یې وکړه.

په مطلب کې راغلي طالبانو د دې لپاره د خپل مشر د ټپي کیدو او بیا مړه کیدو خبره پټه ساتلې چې د دوی روحیه کمزورې کوي.

د مطلب لیکوال ویلي، دا چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار اړوند د کچاغ په سیمه کې ټپي او بیا وروسته مړ شو، نړیوالو ته دا ثابتوي چې د طالبانو رهبري په پاکستان کې ده.

چراغ:

چراغ نادولتي ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې پوښتنه کړې چې د سولې لپاره دروازې پرانستې دي؟

په مطلب کې دې پوښتنې ته ځواب ویل شوی او لیکل شوي، دا چې طالبانو د قطر دفتر ته شیر محمد عباس ستانکزی مشر او عبدالسلام حنیفي مرستیال ټاکلی نو په دې معنی ده چې د سولې دروازې پرانستې دي.

XS
SM
MD
LG