د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د کنړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي د لازیاتو سیمه ییزو پولیسو غوښتنه کوي


تزئیني بڼه لري (آرشیف)
تزئیني بڼه لري (آرشیف)

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په سیمه کې يي سیمه ییزو پولیسو ښه پایله ورکړې او باید شمېر يي نور هم زیات شي، څو د ولسوالۍ په نورو برخو کې هم امنیت ډاډمن شي.

په داسې حال کې چې نورګل ولسوالې چې د ننګرهار له لوري د کونړ دروازه بلل کېږي، خلک وايي که د یادې ولسوالۍ امنیت ډاډمن وي نو د بهرنیو او کورنیو موسسو او دفترونو کارکوونکي په اسانه کونړ ته تګ راتګ کولای شي او که امنیتي ستونزې موجودې وي نو څوک به له وېرې کونړ ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي، نو لازمه ده چې په نورګل ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو شمېر زیات شي.

د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد شاه سرحدي وویل:

"موږ له ولسوالۍ ډېر لیرې پراته یو، کوم سیمه ییز پولیس چې دلته جوړ شوي امنیت يي راوستی دی، له دوی راضي یو او چې نور هم زیات شي ښه به وي."

بل اوسېدونکی مولوي محمد جان وايي دوی ته ورکړل شوي سیمه ییز پولیس لږ او ساحه زیاته ده او دغه شمېر پولیس ورته بسیا نه کوي.

"چې لږ تر لږه دلته د سیمه ییزو پولیسو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شي، ځکه دلته له تورې تیږې نه تر سورۍ تیږې پورې پراخه ساحه ده، په لږو کسانو دا ساحه نه ساتل کېږي. څومره چې د امنیتي ځواکونو تعداد زیاتېږي په هماغه اندازه ورسره د سیمې امنیت هم ښه کېږي."

د نورګل ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان عبدالولي وايي که چېرې يې د ملګرو شمېر زیات او په وسلو سمبال شي نو دوی کولای شي چې د ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې هم امنیت تأمین کړي.

قوماندان عبدالولي زیاتوي:

"موږ ته امکانات برابر کړي، زموږ تشکیل اضافه کړي، اوس مهال موږ ۵۰ کسان په دنده یو، څرنګه چې په نورو ولسوالیو کې درې او ۳۵۰ کسان دي باید دلته هم دغه شمېر لوړ کړی شي، موږ ته باید سمه سلاح راکړي، زموږ سلاح نه شته، نور امکانات نه لرو، هر څوک چې زموږ کلی، کور او وطن ورانوي، موږ وژني هغه زموږ دښمن دی او تر اخرې سلګۍ به ورسره جنګېږو او هغوی به له منځه وړو."

د کونړ د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادې راډیو ته وویل، د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې سیمه ییز پولیس زیات بریالي او دغه پولیس ملي اردو، ملي پولیسو او سرتېرو سره اوږه په اوږه کار کوي نو ځکه يي خلک د شمېر د زیاتوالي غوښتنه کوي.

ښاغلي سیدخېل وايي:

"د نورګل ولسوالۍ د محترمو خلکو د پرلخ پسې غوښتنو په اساس مو ورته اوس مهال ۵۰ تنه سیمه ییز پولیس ورکړي چې دا کار اوس هم دوام لرې. یو شمېر يي مسلکي تعلیم کړي او نور يې د روزنې لاندې دي، په وسلو او وسایلو سمبال شوي دي. خو زموږ غوښتنه داده چې باید لومړی دا ۵۰ تنه پوره شي له هغې وروسته به ورته نور ۵۰ تنه وړاندیز کړو."

قوماندان وايي هر څومره چې په یو ځاي کې د سیمه ییزو پولیسو په وسیله امنیت ټینګښت مومي په هماغه اندازه موږ چمتو یو چې ورته له وزارت څخه سیمه ییز پولیس وغواړو.

له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ په سرکاڼو، څوکۍ، نرنګ، خاص کونړ، مرورې او نورو ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس په دندو ګمارل شوي چې د خلکو او چارو په وینا ورسره امنیت ښه شوی دی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG