د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

ولسي جرګه په میدان وردګو کې د افغان پوځ له خوا د ملکیانو وژنه په کلکه غندي


د افغانستان ولسي جرګې د میدان وردګو په ولایت کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د ملکي خلکو وژنه وغندله او له حکومته یې وغوښتل چې پېښه وڅېړي.

د میدان وردګو ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د یوشمېر ماشومانو وژل کېدو؛ د ولسي جرګې غبرګون راپارولی دی.

د جمعې په ورځ په یاده سیمه کې د ملي اردو د ځواکونو د یوه هاوان د لګېدو په پیښه کې د سیمې نهه ماشومان وژل شوي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال نذیر احمد احمدزي چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله؛ دغه پېښه په کلکه سره وغندله او د کورني امنیت کمیسیون ته یې دنده وسپارله چې د یو پلاوي په ذریعه دې پېښه وڅېړي:

"د میدان وردګو غمیزه د ټول افغانستان غمیزه ده؛ پېښه په شدیدو الفاظو غندو.

د کورني امنیت کمیسیون دې په عاجله توګه یو پلاوي وټاکي؛ څو د پېښې څرنګوالی له نږدې وڅېړي."

دا تصیم په داسې حال کې نیول کیږي چې د جرګې یوشمېر غړو انتقاد وکړ چې داځل د داعش یا اسلامي دولت ډلې او طالبانو له خوا نه بلکې د هېواد د امنیتي ارګانونو له خوا د دوی ماشومان وژل کیږي.

د جمعې په ورځ د میدان وردګو د ولایتي شورا منشي شریف الله هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د ملي اردو له خوا د توغول شوي هاوان له امله لس ملکیان وژل شوي او شپږ ټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې شېر ولي وردک وویل؛ دا ډول پېښې د هغو کسانو له خوا کیږي چې د اردو په لیکو د غرضونو په خاطر ځای پرځای شوي دي:

"زموږ د سیدانو ماشومان د خپلو دوستانو له خوا شهیدان شوي؛ د خپل ملي اردو له خوا شهیدان شوي او په اردو کې د هغو کسانو له خوا شهیدان شوي چې په هېواد کې اتفاق او اتحاد نه غواړي."

د راپورونو له مخې د میدان وردګو په ولایت کې نهه ماشومان په داسې حال کې وژل شوي چې د یوجومات مخې ته په لوبو اخته وو.

جمهورريیس اشرف غني د ټویټر پر صفحه د قربانیانو له کورنۍ سره غمرازي ښودلې او د پېښې د څېړلو حکم یې کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلک وژل کیږي؛ بلکې دا ډول پیښې پخوا تردې هم په ځینو سیمو کې کله - کله د عملیاتو پرمهال پېښې شوي دي.

بل خوا د دفاع وزارت تاکید کوي چې امنیتي ځواکونه د خلکو د سرومال خوندیتوب ته ژمن دي او هیچا ته د دې ډول اعمالو اجازه نه ورکوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"کومه پېښه چې شوې د دفاع وزارت اداري پلاوی پرې خواشینی دی.

سرپرست وزیر یو کمیسیون سیمې ته لیږلي دی چې پیښه وڅیړي. که دا کارپه سهوه یا قصدي توګه شوی وي، له عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي."

خلک دا هم ووايي، د امنیتي ځواکونو ترمینځ د عملیاتو پرمهال هم اهنګي کمزورې ده او همدا لامل دی چې د مخالفینو سیمې نه ځانګړي کیږي او له مخالفینو سره په نښتو کې کله - کله ملکي خلکو ته د سرومال زیانونه اوړي.

خو امنیي ارګانونه وايي، اوسمهال د امنیتي ارګانونو ترمینځ هماهنګي پراخه شوې ده.

XS
SM
MD
LG