د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د کابل په منډوي سیمه کې لګېدلي اور زور اخیستی


د کابل د لومړۍ حوزې په منډوي سیمه کې په یوه مارکېټ کې نن یوه اورلګېدنه شوې چې نورو مارکیټونو ته هم رسېدلې ده.

له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال د راپور په حواله دا اورلګېدنه د زرداد په نوم په یوه سرای کې رامنځته شوې ده او ویل کېږي چې د اور لمبې شېبه په شېبه زور اخلي او اوس وخت د حبیب الله په نوم یو بل مارکېټ ته هم اور رسېدلی دی.

امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې اورلګېدنې د علت او اوښتي تاوان په اړه څه نه دي ویلي خو د اور وژنې مأمورین په سیمه کې دي او د دغه اور د مړ کولو لپاره هڅه کوي.

له دې دوه کاله مخکې هم د کابل په منډوي کې چې تر ټولو ستر سوداګریز مارکیټونه په کې دي او له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده یو مارکېټ سوځېدلی و چې ډېر مالي تاوان یې اړولی و.

XS
SM
MD
LG