د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

"د اسيا زړه کنفرانس مقصد د سيمه ييزو هېوادونو د اړيکو زياتول دي"


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي وايي، د روانې مياشتې په ٩مه نېټۀ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د استانبول پروسې اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره يې يو شمېر هېوادونو او ادارو ته بلنه ورکړې چې ځينو په کې د ګډون پخلى کړى دى.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اوونيزې خبري غونډې کې د وينا پر مهال وکړې.

نوموړي وويل چې تر دې دمه ورته په دغه کنفرانس کې د چين، تاجکستان، کرغېزستان، ايران او افغانستان چارواکو د ګډون پخلى کړى دى.

قاضي زياته کړه، د اسيا زړه کنفرانس پرانیسته بايد افغان ولسمشر اشرف غني او صدراعظم وزير نواز شريف وکړي، خو تر اوسه په کنفرانس کې د افغان ولسمشر ګډون نه دی تأييد شوی.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي شريف په پاريس کې د اقليم د بدلون د کنفرانس په څنډو کې له افغان ولسشمر سره د ليدنې پر مهال له هغه غوښتي چې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه کنفرانس د افغانستان او سيمې لپاره مهم وباله او ويې ويل:

"د دې غونډې اصله اجنډا سيمه ييز تعلقات ښه کول او رابطې زياتول دي. د اسيا زړه کنفرانس مقصد د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو تر منځ ترهګرۍ، نشه يي توکي، غربت او بنسپټالنې په شان د شريکو خطرو د مخنيوي په لړ کې د همغږۍ زياتول دي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې مياشتې په ٩مه نېټه په اسلام اباد کې د استانبول پروسې اسيا زړه کنفرانس غونډه جوړه شي او تمه ده چې د ٢٩ هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.

دا په افغانستان کې د امنيت او د اسيايي هېوادونو تر منځ د همکاريو ډېرېدو په تړاو پنځم کنفرانس دی.

قاضي خليل الله وويل، پاکستان ته د افغان ولسمشر د ورتلو انتظار دى، که چېرې نوموړى اسلام اباد ته راشي، نو په يو لړ موضوعاتو به خبرې وشي.

ښاغلي خليل د داعش وسله والې ډلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې دا يو ترهګر تنظيم دى او که چېرې د دې هېواد په کومه برخه کې د دې ډلې موجوديت ثابت شي، نو پرخلاف به يې سخت ګامونه پورته شي.

خليل الله همداراز وويل چې پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي او ځپلو لپاره له نړېوالې ټولنې سره مرسته جاري ساتلې ده او د همدې مقصد لپاره يې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې ښې نتيجې يې راوځي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG