د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

په کالیفورنیا کې حمله کوونکو له پاکستان او سعودي عربستان سره اړیکې درلودې


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د کالیفورنیا په جنوب کې د وروستۍ حملې او تروریزم تر منځ د تړاو امکان شته خو ښايي نور عوامل هم ولري.

اوباما پرون پنجشنبه له واشنګټنه په وینا کې خپل ولس ته ډاډ ورکړ چې د دې ډله ییزې وژنې په اړه به بشپړې څېړنې وشي او عوامل به یې څرګند شي.

د امریکا پولیس وايي، مشکوکو حمله کوونکو له پاکستان او سعودي عربستان سره اړیکې درلودې.

پولیسو ویلي چې یوه مشکوک حمله کونکي چې سید فاروق نومېږي له ځینو مشکوکو ترورېستانو سره چې امریکايي چارواکو ته معلوم وو، ارتباط درلود.

خو ولسمشر اوباما وویل چې د پيښې دقیق جزئیات لا نه دي څرګند.

بارک اوباما وویل:

"موږ نه پوهېږو چې دا وحشتناکه پېښه ولې شوې خو پوهېږو چې هغو ۲ وګړو چې وژل شوي، وسلې درلودې او په خپل کور کې یې هم وسلې ساتلې وې. موږ نه پوهېږو چې دوی ولې دا کار کړی او نور څه پلانونه يې درلودل."

وسله والو کسانو وړمه ورځ د کالیفورنیا ایالت په جنوب کې، د سن برنادینو په سیمه کې د ټولنیزو خدماتو په یوه مرکز کې پر عادي خلکو ډزې وکړې چې ۱۴ تنه په کې ووژل او ۲۱ تنه زخمیان شول.

پولیسو ۲ مشکوک حمله کوونکي، سید فاروق او د هغه مېرمن تشفین ملک پېژندلي او وايي چې دواړو له پاکستان او سعودي عربستان سره اړیکه درلوده.

په واشګټن کې د سعودي سفارت ویلي چې فاروق په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لږ تر لږه ۹ ورځې په سعودي عربستان کې تېرې کړي دي.

د سن برنادینو سیمې د پولیسو مشر جارود بورګوان ویلي چې حمله کوونکي د پېښې ځای ته داسې تیار ورغلي وو لکه د یوه مأموریت د ترسره کولو لپاره چې وتلي وي. نو څرګندېږي چې دا حمله یې مخکې له مخکې پلان کړې وه.

ولسمشر بارک اوباما پرون وویل، هر وګړی باید د داسې پېښو په مخنیوی کې خپل رول ادا کړي.

بارک اوباما زیاته کړه:

"زه د امریکا خلکو ته ډاډ ورکولای شم چې موږ به د دې ستونزې تل ته ځان ورسوو او د پېښې د څرنګوالي په اړه تر پرېکړې مخکې به یې ټول جزئیات راغونډ کړو. موږ د ډله ییزو وژنو داسې پېښې په مکرر ډول ګورو او یو شمېر امریکاييان ښايي ځینې وخت داسې فکر کوي چې موږ يې د مخنیوي لپاره هېڅ نه شو کولای. خو موږ ډېر خوشبخت یو چې د قوانینو او د قانون د حاکمیت د ځواکونو، پوځ او استخباراتو یوه فوق العاده مجموعه لرو چې هره ورځ زموږ د امنیت لپاره کار کوي."

په لاس انجلس کې د امریکا او اسلامي اړیکو د اتحادیې مشر پرون وویل چې سید فاروق او تفشین ملک دوه کاله مخکې واده کړی وو، ښه ژوند يې کاوو او یوه شپږ میاشتنۍ لور يې هم درلوده.

د دې مرکز مشر وویل چې د حملې عامل نه دی څرګند، ښايي دواړو عصبي ناروغي یا رواني بې ثباتي درلوده او که د افراطي افکارو پلویان وو.

XS
SM
MD
LG