د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

اجرائیه ریاست: د ملا منصور روغتیایي وضعیت خورا نازک دی


د افغانستان اجرایي ریاست د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د ټپي کیدو خبر تایید کړ او په یوې اعلامیې کې چې دې ریاست په خپلې فیسبوک پاڼې کې هم خپره کړې ده، لیکلي دي چې تر اوسه د ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو په اړه کره خبر دوی نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي بیا ازادي راډیو ته وویل چې دا پيښه د سې شنبې په شپه د کوټې په ۲۵ کیلومترۍ کې د کوچلاخ په سیمه کې رامنځته شوې ده او د طالبانو د مشر د برخلیک د معلومیدو لپاره د حکومت هڅې روانې دي:

"کوم تازه معلومات چې موږ تر اوسه لرو، د ملا اختر محمد منصور د مړینې په اړه مو کوم خبر نه دی ترلاسه کړی خو له دې خبر شوي یوو چې د ملا منصور روغتیایي وضعیت خورا نازک دی."

د ملا اختر محمد منصور د ډلې ویاند بیا د خپل مشر د ټپي کیدو خبرونه رد کړې دي.

ذبیح اله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې د دوی مشر نه دی ټپي شوی. ورته خبره د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي هم کړې ده او ویلي یې دي چې ملا اختر منصور نه دی زخمي شوی.

خو جرمني اژانس په بلوچستان کې د طالبانو د یوې سرچینې په وینا خبر ورکړی دی چې ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی دی او خدای خبر چې له دې پیښې به روغ پاتې شوی وي.

د یوې بلې سرچینې په وینا جرمنی اژانس څرګندوي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه شپږ طالبان وژل شوي چې په دغو کې د ملا منصور ساتونکي هم شامل دي.

جرمني اژانس وړاندې وایي چې له دغو دوو سرچینو څخه یوه هم د پیښې په ځای کې نه وه.

بلې خوا ته د لویدیځ د یوه بل خبرې اژانس فرانس پریس په باور د پاکستان د استخباراتو یوې سرچینې ویلي دي چې د طالبانو دغه مشر د کوټې ښار ته څیرمه سخت ټپي شوی دی.

فرانس پریس زیاتوي چې د افغانستان د استخباراتو یوې سرچینې او د طالبانو دننه ګڼو هغو منابعو هم چې له ملا منصور سره نژدې دي دا پیښه تایید کړې ده.

د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې یوه قوماندان ازادي راډیو ته په ټیلفون له زابله وویل چې ملا اختر محمد منصور د دوی کسانو ویشتلی دی.

د افغانستان اجرایي ریاست په خپله اعلامیه کې د دې پیښې په اړه څرګنده کړې ده چې له هېواده دباندې د دې پیښې رامنځته کیدل یو ځل بیا له باندې نه د ترهرګرو ډلو له لورې د دې تحمیلي جګړې ماهیت نندارې ته ږدي او همدارنګه ښکاره کوي چې د ترهګرو رهبري، سوق او اداره او مرکزونه یې د افغانستان له پولو دباندې دي.

XS
SM
MD
LG