د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

افغان حکومت د ملا اختر محمد منصور د برخلیک معلومېدو هڅه کوي


افغانستان د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د برخلیک د معلومولو هڅې په داسې حال کې پیل کړې دي چې د فرانس پریس اژانس په باور د پاکستان د استخباراتو یوې سرچینې ویلي دي چې د طالبانو دغه مشر د کوټې ښار ته څیرمه سخت ټپي شوی دی.

فرانس پریس زیاتوي چې د افغانستان د اسختباراتو یوې سرچنې او د طالبانو دننه ګڼو هغو منابعو هم چې له ملا منصور سره نژدې دي دا پیښه تایید کړې ده.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي ازادي راډیو ته وویل:

"کوم تازه معلومات چې موږ تر اوسه لرو، د ملا اختر محمد منصور د مړینې په اړه مو کوم خبر نه دی ترلاسه کړی خو له دې خبر شوي یوو چې د ملا منصور روغتیایي وضعیت خورا نازک دی."

د سلطان فیضي په وینا دا پيښه د سې شنبې په شپه د کوټې په ۲۵ کیلومترۍ کې د کوچلاخ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

فیضي زیاته کړه چې ملا اختر محمد منصور تر زخمي کیدو وروسته یوه روغتون ته انتقال شوی دی. کوم روغتون ته؟

ښاغلی فیضي وایي:

"تر اوسه معلومات نه لرو چې دا کوم روغتون دی خو هڅې مو روانې دي."

د ملا منصور د ډلې ویاند ذبیح اله مجاهد تیره ورځ رسنیو ته وویل چې دا خبر حقیقت نه لري.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي هم دا خبره رد کړې ده چې ملا منصور ټپي شوی دی.

خو د ملامحمد رسول د ډلې یوه قوماندان ازادي راډیو ته په ټیلفون له زابله وویل چې ملا اختر محمد منصور د دوی کسانو ویشتلی دی.

په کابل کې یوې لویدیځې سرچینې د فرانسې اژانس ته وویل چې د ملا اختر محمد منصور د مړینې د راپور جزییات تر اوسه نه دې خپاره شوي خو د دې لپاره چې اوازې ډیرې دي نو خامخا څه شوي دي او له دې سره طالبان تر دې فشار لاندې راځي چې د خپل مشر د مړینې د خبرونو د ردیدو لپاره شواهد وړاندې کړي.

د همدې غربي منبع په حواله وروسته تر دې چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر څو کاله پټ وساتل شو یوازې په یوه ویبپاڼه کې د ملا اختر محمد منصور د مړینې د خبر ردول کافي نه دي.

XS
SM
MD
LG