د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

چارواکی: یو ملکي امریکايي د حقاني شبکې له خوا برمته شوی


یو امریکايي چارواکي په دې وروستیو کې رسنیو ته څرګنده کړې چې یو ملکي امریکايي د حقاني شبکې له خوا برمته شوی دی.

دغه برمته شوی کس د افغانستان او پاکستان په منځ کې په کومه قبایلي سیمه کې ساتل کیږي.

یو امریکايي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي دا ملکي تښتول شوی امریکايي د حقاني شبکې سره برمته دی.

ویل کیږي چې د حقاني شبکه چې د طالبانو سره یوه تړلې ډله ده د افغانستان او پاکستان تر منځ قبایلي سیمو کې پټنځایونه لري.

امریکايي چارواکي نه غواړي چې د دې برمته شوي امریکايي نوم او نور معلومات او دا چې کله او څنګه تښتول شوی له خلکو سره شریک کړي.

د دې پېښې په اړه د تیرې چارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د ډیلي بېسټ ورځپاڼې راپور ورکړ.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د دې امریکايي چارواکي له خولې وايي چې د امریکا فډرالي پولیسو، سپینې ماڼۍ او د برمته شوي سړي میرمنې پر چارواکو او رسنیو ټینګار کړی دی چې دا موضوع دې په عام ډول نه څیړي.

سپینې ماڼۍ د دې امریکايي د برمته کیدو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته په دې اړه ډیر څه نه دي ویلي.

د دې وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، موږ له هغو راپورونو خبر یو چې یو امریکايي وګړي طالبانو برمته کړي.

نوموړی یو وار بیا په ټوله نړۍ کې د برمته شویو امریکايانو د خوشې کیدو غوښتنه تکرار کړې.

د دوشنبې په ورځ ډونکن هانټر چې یو جمهوري غوښتونکی دی او د برمته شوي کسانو د خوشې کیدو په اړه د امریکا د پالیسۍ منتقد دی، ولسمشر بارک اوباما ته یو لیک استولی او پر نوموړی یې ټیکار کړی چې د برمته شویو کسانو د خوشې کولو د هڅو د تنظیم لپاره دې یو فډرالي مسول وټاکي.

نوموړې په دې لیک کې یادونه کړې چې په افغانستان او پاکستان کې لا هم برمته شوي امریکایان شته دی.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي په افغانستان او پاکستان کې بله معلومه یرغمل شوې یوه امریکايۍ میرمن کیټلین کولمین ده چې له خپل کاناډايي خاوند سره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې یرغمل شوې.

امریکايي چارواکي د حقاني شبکه یوه تروریستي شبکه بولي او د دې ډلې مشران یې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځولي دي.

دې ډلې تر دې مخکې یو امریکايي سرتیری برمته کړی و چې د خوشې کیدو په بدل کې یې د ګوانتانانو زندانه امریکايي چارواکو څو طالب مشران خوشې کړل.

XS
SM
MD
LG