د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

شاهد: د طالب مشرانو مخالفتونه اوج ته رسیدلي او باید سوله ومني


مولوي شهزاده شاهد
مولوي شهزاده شاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د وسله والو طالبانو د مشرتابه له سختو مخالفتونو باید په جګړه اخته طالبان درس واخلي او سولې ته غاړه کیږدي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د ټپي کیدو او د یوې بلې ډلې د مرستیال داد الله منصور له وژنې باید نور طالبان دا درس واخلي چې که سوله نه غواړي له همدغو برخلیکونو سره مخ کیږي.

ولسي جرګه وايي چې د طالبانو په مشرتابه کې له مخالفتونو باید افغان حکومت ښه ګټه پورته کړي خو سیاسي کارپوه سردار رحیمي په پاکستان سیاسي فشار راوړل د طالبانو د مشرتابه تر مخالفت هم ښه بولي او وايي چې دا فشار هرومرو سوله راوستلی شي.

د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور ټپي کیدل او تر هغې مخکې د دادالله منصور وژنه د سولې د عالي شورا په باور د سولې د نه منلو په صورت کې د هر طالب مشر او جنګیالي برخلیک جوړوي.

د دغې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالب مشرانو مخالفتونه اوج ته رسیدلي او دا یې وخت دی چې جنګیالي یې له جګړو لاس واخلي او سوله ومني.

ښاغلي شاهد زیاته کړه:

"که سوله نه وي داسې مرګونه به لا زیاتیږي. ان په دغه اور کې به دا مشران خپله سوځي څوک چې د سولې لپاره امادګي نه ښيي یا د سولې لپاره په صداقت او اخلاص کار نه کوي.

په جنګي جبهو کې په جګړه اخته کسان هغوی هم باید له دې یو درس واخلي چې دا جګړې زموږ کورونو ته ننوځي او یو د بل له لاسه وژل کیږو نو ولې د سولې غوښتنو ته چې زمونږ ولس یې غواړي ولې اعتنا نه کوي."

ښاغلي شاهد زیاته کړه، که څه هم د طالبانو د مشرتابه خپل منځي حملې او مخالفتونه د سولې خبرې ټکنۍ کوي خو د سولې شورا هڅه کوي چې له دې موقع کار واخلي او طالبان سولې ته راوبولي.

د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو یوې بلې ډلې ادعا کړې چې د دوی کسانو د روانې اوونۍ په سه شنبې کوټې ته نږدې په اخترمحمد منصور او د هغه په خلکو حمله کړې ده.

د اخترمحمد منصور په مشرۍ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ملامنصور ټپي کیدل رد کړي دي خو افغان چارواکو ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې ملا منصور له خپلو څلورو کسانو سره په یوه حمله کې چې کوټې ته نږدې پرې شوې ټپي شوی دی.

اخوا ولسي جرګه وايي چې افغان حکومت او د سولې شورا باید د طالبانو د مشرتابه ترمنځ له دغو خپلمنځي جګړو او مخالفتونو څخه د سولې د خبرو په خاطر کار واخلي.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د سولې عالي شورا باید په دغسې وخت کې د سولې له پروسې سره د خلکو د یوځای کیدو په اړه خپل تماسونه زیات کړي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"دا چې د طالبانو په منځ کې په مشرتابه نه سره جوړیږي. یو بل سره وژني. د هغوی تر منځ ډېر علما شته چې هیڅکله دا خپلمنځي جګړې نه قبلوي.

دولت ته هم په کار ده چې له دې موقع استفاده وکړي. اصلاً کې خو جنګ دویمه طبقه یا کشران کوي مشران یې یا په قطر کې دي یا په پاکستان یا نورو هېوادونو کې ناست دي. د سولې شورا باید له دغه وخته کار واخلي له افغانانو سره اړیکې ونیسي او زما په نظر دا یو طلايي چانس دی."

که څه هم ولسي جرګه د طالب مشرانو مخالفتونه د سولې د خبرو لپاره یوه موقع بولي خو تر دې مخکې کله چې د ملا عمر مړینې د طالبانو تر منځ سخت مخالفتونه هم پیدا کړل خو بیا هم دغې ډلې له جګړې لاس وانخیست او د سولې خبرې یې شاته پرېښودې.

د سیاسي چارو کارپوه سردار محمد رحیمي هم یادې مسالې ته په اشارې وايي چې یواځې د طالبانو په مشرتابه کې مرګونه سوله نه شي ټینګولای بلکې نړېوال باید په پاکستان فشار راولي چې طالبان سولې ته کینوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د یو شمېر مشرانو یا قومندانانو وژل کیدل یا ټپي کیدل او یا ان د ملا عمر مړینه هم د دې لامل نه شوه چې په افغانستان سوله پرمختګ وکړي. بلکې نوره هم جګړه زیاته شوه. له دې وروسته هم ډېره هیله نه لرم چې دا پيښې د دې لامل شي چې د سولې خبرې په جدي توګه عملي شي. پاکستانیان که تر جدي فشار لاندې راشي چې زه یې لرې بولم چې امریکا یا نړۍ پرې دا فشار راولي ځکه چې هغوی ته سیمه مهمه ده نه افغانستان. ممکنه ده چې په افغانستان کې سوله راشي."

ښاغلی رحیمي د افغان پوځیانو په پیاوړي کولو هم ټينګار وکړ او ویې ویل چې باید تر بل هر وخته د هېواد د دفاع لپاره چمتو وي.

افغان حکومت هم ویلي چې د سولې د ټینګښت لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي او هڅه کوي چې پاکستان قانع کړي څو یو سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی او باید په دغه هېواد کې مېشت طالبان د سولې خبرو ته کینوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG