د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

کابل ښاریان: حکومت د بې کارۍ د کچې پر کمېدو هیڅ کنټرول نه لري


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په حکومت انتقاد کوي چې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي خو دوی یې د کنټرول لپاره کوم پلان نه لري.

لسګونه ځوانان، ماشومان او د پاخه عمر یو شمېر کسان د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د اعترض په ډول د کابل د کوټه سنګي په څلور لاري کې راټول شوې وو او له حکومته یې د کار غوښتنه کوله.

یاد کسانو په بې کاري د انتقادونو او په ناغېړي د حکومت د تورنولو تر څنګ موسیقي او نمایشي حرکتونه او د کار لپاره جوړې شوې ځينې سندرې یې هم ووېلې.

لسګونه کسان چې خپله یا د کورنۍ غړي یې بې روزګاره دي د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د کوټه سنګي په سیمه کې چېرته چې تر ډېره مزدوران د مزدورۍ په لټه کې سرګردانه ګرځي د اعتراض په ډول راټول شوي وو او د کار غوښتنه یې کوله:

"نوم مې هنر خان احمدزی دی وروره هره ورځ بې کاري ډېرېږي خو حکومت پرې غور نه کوي فقر دی، هغه چې خارج ته تللي د هېواد د فقر له کمېدو سره مرسته کولای شي خو حکومت هغه هم په ارام نه پرېږدي موږ دلته کار غواړو او بیا د کډوالو غم."

د عبدالجبار په نوم بل ځوان چې د هراته کابل ته د کار لپاره راغلی وايي چې د یوې میاشتې راهیسې یې ان یوه ورځ هم کار نه دی کړی او د کار نه شتون سخت اندېښمن کړی دی:

"د هرات د شینډنډ ولسوالی یم ملت ډېر بې چاره شوی دی زه هره ورځ دلته راځم خو کار نه پیدا کیږي، حکومت باید پروژې پیل کړي ترڅو هر چاته یو څه ورسیږي."

له دې وړاندې هم د بې کارۍ په وړاندې د مبارزې غورځنګ په بېلابېلو ځایونو کې اعتراضونه کړي او د هغو خلکو ملاتړ یې خپل کړی چې د بې کاری څخه زوریږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان دمګړۍ ۱۴میلیونه بشري ځواک لري چې اووه میلیونه یې غیر فعاله دي په کومو کې چې ښځې او ماشومان راځي او د پاتې اووه میلیونو څخه یې یوازې ۵۴ سلنه یې په کار بوخت دي.

د دغو بې کاره کسانو ډېره برخه ځوانان جوړوي چې په هېواد کې د ناامنۍ او بې کارۍ د زیاتېدو سره یې لسګونه زرو اروپایي هېوادونو ته مخه کړې ده.

افغان حکومت وايي چې دوی په اروپایي هېوادونو کې د دې کډوالو د پاتې کېدو تر څنګ هڅه کوي چې یو زیات شمېر پاتې نیمه مسلکي کسان عربي هېوادونو ته د کار لپاره ولیږي.

د ځوانانو په چارو کې د جمهور ریس سالاکار شمیم خان کټوازي ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د خلکو له ستونزو ښه خبر دی او پلان لري چې په راتلونکي کال کې د ځينو پروژو له پیلېدو سره په هېواد کې دننه هم کاري بوختیاوې پیدا کړي.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"دولت هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې ۵۰ سلنه کارونه زیات کړي او هغه ځوانان چې بې کاره دي په یو نه یو ډول یې بوخت کړي، د دې لپاره بېلابېل پروګرامونه دي افغان حکومت هم داخلي سکټور پیاوړی کوي او هم به ورته زمینې زیاتې کړي، د صنعت او کرنې په برخه کې او په همدې ډول په نورو برخو کې، په ورته وخت کې د کار موندنې د ملي پروګرام له مخې به په لومړي پړاو کې نهو لکو خلکو ته کار پیدا شي، د زیربنا په غټو پروژو او د برېښنا بندونو په تړلو کار په راتلونکي کال کې پیلیږي."

د یادونې وړده چې افغان حکومت په هېواد کې د بېکارۍ د کچې د راکمولو په هدف ۱۵ ورځې وړاندې د کار موندنې ملي پروګرام پیل کړ.

جمهور ریس غني د دغه پروګرام په پرانېست غونډه کې وویل چې د یاد پروګرام له مخې به په لومړي پړاو کې په ۴۷۰۰ کليو او په دویم پړاو کې۱۵۰۰۰ کلیو کې خلکو ته کاري اسانتیاوې برابرې شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG