د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

حکومت دې د لوېدیځې حوزې ۵ ولایتونو پراختیايي پروژو ته پاملرنه وکړي


د هېواد د لوېدیځې حوزې د پنځه ولایتونو د خلکو د همغږۍ شورا، د دې ولایتونو ترمنځ پر یووالي او ګډې همکارۍ تاکید وکړ او له حکومته یې هم وغوښتل چې د دې ولایتونو پراختیايي پروژو ته دې تدابیر ونیسي.

دوې چې شمېر یې سلګونو ته رسیده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو.

د هېواد د لویدیځې حوزې د پنځه ولایتونو هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز د خلکو د همغږۍ شورا، د دې ولایتونو د خلکو ترمنځ د یووالي په ټینګښت او یو تربله په ګډې همکارۍ تاکید وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د دې ولایتونو بیا رغونې، پراختیایي پروژو او د زیربناو جوړولو ته توجه وکړي.

د لویدیځې حوزې د ولایتونو د خلکو د همغږۍ د شورا د غړو شمېر چې سلګونو ته رسیده، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو.

په کابل کې د هرات د خلکو د همغږۍ د شورا ريیس عبدالحق دانشمل وویل:

"د افغانستان دښمنان شپه او ورځ هڅې کوي څو په هېواد تعصبونو رامنځته، جنګ جاري وساتي او هېواد مو د بربادۍ خوا ته بوزي.

د لویدیځ زون اوسیدونکو ته پکار ده چې پرته له هر ډول سیاسي، قومي او سیمه ییزو تعصبونو پرته سره یو موټی شي او پرې نه ږدي چې دښمنان خپلو اهدافو ته ورسیږي."

په دې غونډه کې د لویدیځې حوزې د پنځه ولایتونو هغه شورا ګانې راټولې شوې وې چې په کابل کې میشتې دي.

ځینو ویناوالو پر حکومت یو لړ انتقادونه هم وکړل او ویې ویل چې د لویدیځې حوزې د پنځه ولایتونو حکومتولۍ، کرنې، پوهنې، روغتیا، پراختیا او زیربنايي برخو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

د بادغیس ولایت د خلکو د هم اهنګۍ د شورا ریيس سید محي الدین هاشمي وویل:

"موږ د بادغیس اوسیدونکي د برېښنا، سړک د څښاک اوبه او داسې نورې ستونزې لرو، د بادغیس خلکو قربانۍ ورکړي خو د ملي یووالي حکومت ورته توجه نه ده کړې، په حکومتولۍ کې د دې حوزې نوم نه یادیږي ایا موږ کادرونه نه لرو."

په عین وخت د حکومت چارواکي وايي، د ولایتونو متوازنه پراختیا د دوې په لومړیتوبونو کې ده او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پراختیا پروژې د پلي کیدو په حال کې دي.

د حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د ملي یووالي حکومت په ټول هېواد کې متوازن انکشاف ته ژمن دی، د دې ژمنې په اساس د حکومت ټولې ادارې کار کوي، لویدیځه حوزه هیڅکله هم حکومت له پامه نه دی غورځولی."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د ځینو ولایتونو اوسیدونکو انتقادونه کړي چې په پراختیايي پروژو کې د ولایتونو ترمنځ توازن په پام کې نه نیول کیږي، خو دا هغه انتقادونه چې حکومت یې ردوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG