د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

جرمني ډېری افغانان بیرته افغانستان ته ستنوي

د جرمني صدراعظمې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ګډې خبرې غونډې ته په برلین کې دا هم وویل چې په عمومي توګه افغانان اقتصادي ستونزو جرمني ته راپه مخه کړي، نو د دوی ژوند ته جدي ګواښ نه شته او د همدې لپاره دا کسان بیرته خپل هېواد ته ستنوو.

د دې هڅو په دوام چې په اروپا کې د کډوالو مسالې ته یوه حل لاره پیدا شي، د جرمني صدراعظمې په ښکاره وویل چې اکثریت افغانانو ته به په جرمني کې پناه ورنه کړل شي.

انګیلا میرکل وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې یې د جرمني له ځواکونو سره کار کړی دی او له جدي خطر سره مخامخ دي، هغوی ته به یې هېواد پناه ورکړی خو کوم کسان چې د ښه ژوند په نیت جرمني ته راغلي دي هغوی به بیرته افغانستان ته ستانه کړي.

د جرمني صدراعظمې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ګډې خبرې غونډې ته په برلین کې دا هم وویل چې په عمومي توګه افغانان اقتصادي ستونزو جرمني ته راپه مخه کړي، نو د دوی ژوند ته جدي ګواښ نه شته او د همدې لپاره دا کسان بیرته خپل هېواد ته ستنوو.

انګېلامېرکل او اشرف غني په ګډه دا نظر ورکړ چې د دې ستونزو د هواري لاره د افغانستان پرمختګ دی.

میرمن میرکل زیاته کړه چې هر هغه څه چې د افغانستان د انکشاف لپاره د جرمني په توان کې وي هغه به وکړي.

د جرمني صدراعظمې بیا وویل چې د دوی نژدې زر سرتیرې د ناټو تر قوماندې لاندې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي او دا ماموریت به ادامه پیدا کړي.

مېرکل بل لور ته وویل چې د انسانانو د قاچاق کوونکو او د هغو کسانو پرضد به پر مبارزې تمرکز وشي چې جعلي پاسپورټونه جوړوي.

په دې خبرې غونډه کې د جرمني صدراعظمې دا هم وویل چې د پناه اخیستو پرځای ښه خبره دا ده چې افغانان د افغانستان په هغو ځایونو کې چې امنیت یې ښه دی، پاتې شي او په دغو ځایونو کې به پر انکشافي پروګرامونو غور وشي.

مېرکل په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې په افغانستان کې داسې ځایونه ډیر نه دي چې سم خوندي وي، خو دې وویل چې داسې سیمې هم په دغه هېواد کې شته چې ښه امنیت لري.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر غیرقانوني سفرونه خطرناکه وبلل او ویې ویل چې ډیر لګښت پرې راځي.

اشرف غني وویل، افغانان، قاچاق وړونکو ته د اروپا په لور د دغو خطرناکه سفرونو لپاره له شلو تر پنځه ویشت زره ډالرو پورې ورکوي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې افغانستان د ترورزم، مخدر موادو او غیرقانوني مهاجرتونو له ستونزو سره مخامخ دی، نو اصلي موضوع ته باید توجه وشي او هغه په افغانستان کې د ثبات تامینول دي او د لوږې مخنیوی دی.

XS
SM
MD
LG