د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

اندېشه: له تروریزم او بنسټپالنې سره مبارزه یو نړېوال مسوولیت دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له تروریزم او بنسټپالنې سره مبارزه یو نړېوال مسوولیت دی.

د دغه وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندیشه، د اسیا د زړه په سیمه کې له ترورېزم او بنسټپالنې سره د مبارزې، په اړه جوړ شوي سیمینار ته د وینا پر مهال نن چهارشنبې وویل چې دغه پدیده ګډې مبارزې ته اړتیا لري.

ترورېزم او بنسټ پالنه په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات د ټينګښت پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال د همدې مسالې په څرګندولو سره وایي، له دغې پدیدې سره مبارزه نړېوال مسوولیت دی.

نصیر احمد اندیشه په هغه سیمینار کې چې د اسیا د زړه په سیمه کې له ترورېزم او بنسټپالنې سره د مبارزې تر عنوان لاندې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه وویل چې ترورېزم سره ګډې مبارزې ته اړتیا شته.

ښاغلي اندیشه زیاته کړه:

"ترورېزم او بنسټپالنه لا هم زموږ د امنیت او پرمختګ پر وړاندې مستقیم ګواښ دی او نړېوالې سولې او ثبات ته خطر پيښوي.

ترورېزم نه مذهب او نه هم پوله پيژني او هیڅ هېواد دا ادعا نشي کولای چې ورڅخه به خوندي وي.

له همدې امله له دغې ستونزې او د هغې له عواملو سره مبارزه یو نړېوال مسوولیت دی چې باید یوځای او اوږه په اوږه وشي."

په دغه یو ورځني سیمینار کې د یو شمېر سیمه ییزو او نړېوالو سازمانونو استازیو او ځیني امنیتي چارواکو او د ولسي جرګې غړیو برخه درلوده.

دا غونډه له تروریزم او بنسټ پالنې سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې د تجربو او بحثونو د تبادلې په هدف او دغه راز د اسیا د زړه هېوادونو د پنځمې غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په اسلام اباد کې جوړه شي، را بلل شوې وه.

ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني به د استانبول د پروسې یا د اسیا د زړه هېوادونو په پنځمه ناسته کې چې اجنډا یې د افغانستان د اقتصاد پر بیارغونه او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر راوستلو را څرخي، ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال هیله څرګنده کړه چې پاکستان به دا ځل له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له یوه متفاوته او مثبت پیغام سره د دې ناستې کوربه توب وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد چې په دغه سیمینار کې یې برخه اخیستې وه، له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د دیني عالمانو پر ونډې ټینګار وکړ.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"له تروریستي ایډیالوژي سره د ازادۍ او ډیموکراسۍ د مبارزې په برخه کې له تروریزم سره د جګړې او د مبارزې د هڅو د رابللو پرځای، اسلامي پوهان له ترورېزم او بنسټپالنې سره د مبارزې په برخه کې ډیر اساسي رول لري.

پالیسي جوړونکي باید په اسلامي نړۍ کې د سترو مذهبي کسانو همکاري وغواړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ترورېزم یوه سیمه ییزه او نړېواله ستونزه بولي او له همدې امله له دغې پدیدې سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه د دا ډول غونډو جوړول د عامه ذهنونو د روښانه کولو او د حکومتونو د نژدې کیدو لپاره ګټور بولي.

افغان چارواکو تل ویلي چې تروریستي ډلې په پاکستان کې خوندي پټن ځایونه لري او باید له منځه یووړل شي.

XS
SM
MD
LG