ناټو له افغانستان سره یو وار بیا د مرستو ژمني تازه کړي.
پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې ناټو موافقه وکړه چې په افغانستان کې به خپل رول ته چې ماموریت یې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې، ملاتړ او هغوی ته په سلاورکولو متمرکز دی، دوام ورکوي.
ناټو موافقه وکړه چې راتلونکی کال به په افغانستان کې دولس زره پوځیان وساتي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د غړېو او د افغانستان په ماموریت کې د ښکیلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې یې د خپل راتلونکي رول په اړه نوې پریکړې وکړې.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:
"لومړی، موږ موافقه وکړه چې په افغانستان کې خپل د قاطع ملاتړ ماموریت ته د دې هېواد د زونونو په ګډون په ۲۰۱۶ کال کې ادامه ورکړو.
شاوخوا دولس زره سرتیري به دغه ماموریت مخ ته وړي. زه د ټولو متحدینو او شریکانو د ډیرو کلکو ژمنو هرکلی کوم چې په دغه کچه د ځواکونو د ساتلو لپاره یې د مرستې په برخه کې کړي دي."
د ناټو اوسنی ماموریت چې د محارب ماموریت له پای ته رسیدو سره سم یې د روان میلادي کال له پیله رسماً پیل کړی، مرکزي قومنداني یې په کابل کې ده خو په پلازمینې سربیره، کندهار، هرات، مزارشریف او لغمان کې یې هم د زونونو په کچه مرکزونه فعال دي.
ستولتنبرګ د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب چې دا فغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره راتلونکي کال به د دغه ماموریت بڼه بدله نه شي وویل:
ناټو به بیا په جګړو کې ښکیل نه شي خو له افغان امنیتي ځواکونو سره به چې د ده په وینا تر اوسه یې په خپلواکه توګه د وسله والو مخالفانو په وړاندې جګړه کې خپله وړتیا ښودلي، لازم ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د بروکسل په غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړیو او دغه راز په افغانستان کې د قاطع ملاتړ له ماموریت سره د مرسته کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
د ناټو عمومی منشي وویل، ډیرو هېوادونو د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او ثبات لپاره د مالي مرستو په ګډون نوې ژمنې وکړې.
د افغان امنیتي ځواکونو اوږد مهاله تمویل هم هغه مساله وه چې پرون وزیرانو وڅیړله او پریکړه یې وکړه چې د دغو ځواکونو د اوږدمهاله مالي لګښتونو د یقیني کولو په اړه به له نړېوالې ټولنې سره ګډې هڅې پیل کړي.
د ناټو عمومي منشي وویل، یو شمېر هېوادونو په دې برخه کې نن هم ژمنې وکړې چې زه یې هرکلی کووم خو په دې اړه به د ناټو د راتلونکي کال په سرمشریزه کې چې ټاکل شوې په جولای میاشت کې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړه شي، پریکړه وشي.
د ۲۰۱۲ کال د شیکاګو د سرمشریزې د پریکړې په اساس د افغان امنیتي ځواکونو مالي لګښتونه چې په کال کې ۴ ملیارډ ډالره دي، د ۲۰۱۷ م کال تر پایه یقیني شوي او ناټو غواړي چې د ۲۰۱۸نه تر۲۰۲۰ کاله پورې د درې نورو کلونو لپاره دغه مساله ډاډمنه کړي.
ناټو دغه راز له افغانستان سره د اوږدمهاله ملګرتیا یا شراکت په اړه چې د قاطع ملاتړ د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته به په دې هېواد کې تر ډیره په ملکي بڼه وي، هم موافقه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني چې د غونډې ګډونوالو ته یې د افغانستان د وضعیت او وروستیو پرمختګونو ترڅنګ له نړېوالې ټولنې سره د ښې حکومتداری، د فساد د له منځه وړلو او بشري حقونو ته د پراختیا ورکولو په ګډون په ځینو نورو برخو کې د هڅو د پرمخ بیولو ژمنې وکړې، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر نتیجې رضایت څرګند کړ.
ښاغلي رباني زیاته کړه:
"زه ډاډه یم چې د ناټو د متحدینواو شریکانو د ملاتړپه دوام سره به افغانستان، باثباته، سوکاله او ډموکراتیک هېواد ته په رسیدو کې ثابت پرمختګ وکړي."
په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن هم دوام کوي چې په کې تر ډیره د هغو نوېو چلنجونو او هغو ته د رسیدګي پر لارو چارو خبرې کیږي چې ناټو په دې وروستیو کې ورسره مخامخ ده.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، هغه امنیتي وضعیت چې نن ورځ موږ ورسره مخامخ یو، تیاره دی.
تروریستي حملې، ډیره بې ثباتي او له نړېوالو قوانیونو څخه سرغړونې، د هغه په وینا هغه جدي چلنجونه دي چی له مختلفو لورو یې متوجه کړي دي او ناټو باید ورته ځواب ووایي.