د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

افغانستان د نړۍ د هېوادونو د مضرو غازونو د خپرېدو له امله زیان مومي


د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په افغانستان کې مضر ګازونه لږ تولیدېږي، خو کوم ګازونه چې د سیمې په هېوادونو کې تولیدېږي، د هېواد پر چاپېریال ناوړه اغېز کوي.

د دې ادارې مسوولینو د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د چاپیریال ساتنې په اړه یې د پاریس کنفرانس ته د مالي مرستو یو لړ پیشنهادونه کړي دي.

کارپوهان دا پیشنهادونه پر ځای ګڼي او هیله کوي چې د ظرفیتونو په لوړولو کې ترې کار واخیستل شي.

د صنعتي هېوادونو له خوا د مضرو ګازونو خپرېدل پر اقلیم ناوړه اثر کوي او په افغانستان کې د غیر موسمي بارانونو د اورېدو او د سیلاوونو د راوتو سبب ګرځي او کرنې او ځنګلونو ته زیان رسوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسوولینو د سه شنبې په ورځ په کابل کې پر یادې موضوع بحث وکړ او ويې ویل چې د اقلیم د بدلون د زیانونو په اړه یې د پاریس کنفرانس ته یو لړ پیشنهادونه کړي دي.

دوې تاکید وکړ چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د افغانستان رول ته پام وشي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وویل، افغانستان د ګلخانه یې ګازونو د خپرېدو له امله زیان مومي او په کار ده چې د مخینوي لپاره یې ورسره مرسته وشي.

ښاغلي مدقق زیاته کړه:

"موږ په درې برخو، تکنالوژۍ، علم او تجربې او مالي مرستو کې تر ۲۰۳۰ کال میلادي کال پورې، ۱۷ میلیارډه ډالره پیشنهاد کړي دي. که نړېواله ټولنه دا مرسته وکړي، موږ کولای شو چې د مضرو ګازونو خپریدل کم کړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اوس مهال د ځمکې د تودیدو او د هغې د زیانونو په اړه د نړۍ د یوسلو پنځوسو هېوادونو د چارواکو په ګډون په پاریس کي یو نړېوال کنفرانس جوړ شوی او هڅې کوي چې د ستونزې کمولو ته یې علمي لارې چارې ومومي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني چې د دې کنفرانس ګډونوال دی ویلي یې دي چې د زیربناو په جوړولو کې ابتکار او خلاقیت کولای شي چې د مضرو ګازونو د خپریدو کچه ټیټه کړي.

ګلخانه يي ګازونه کاربن دای اکساید، د اوبو بخار، نایترس اکساید، میتان او کلوروفلوروکاربن تولیدوي چې افغانستان د دې ګازونو د پنځوس فیصدو تولیدونکی هېواد دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوه راپور له مخې، هر کال په هېواد کې شاوخوا درې زره کسان د سالنډۍ له ناروغۍ مړه کیږي چې لامل یې همدغه ککړ چاپېریال او مضر ګازونه دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د چاپېریال د خوندیتوب اود مضرو ګازونو د کمولو لپاره یې، له څو کلونو راهیسې هڅې جاري ساتلي خو څرنګه چې خلک بې وزلي دي، داسې مواد سوزوي چې مضر ګازونه تولیدولی شي.

کارپوهان د پاریس کنفرانس ته د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې پیشنهادونه پرځای ګڼي.

کاظم همایون په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"کومه پیشنهادي طرحه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې وړاندې کړې اصولي ده. موږ باید هڅه وکړو چې تردوه زره شلم کال پورې د دې ادارې ظرفیتونه دومره لوړ شي چې چارې په شفافه توګه پرمخ بوزي او د کرنې پراختیا ته زیاته پاملرنه وکړي."

ښاغلی همایون وایي، د کرنې سکتورته چې زیان ورسیږي، بزګر ښارونو ته مخه کوي او یا نورو هېوادونو ته ځي چې دا کار بیا نورې ستونزې زیږوي.

دې تاکید کوي چې حکومت دې د چاپیریال خوندیتوب مهم وګڼي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG