د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

سټولټنبرګ: د ټیکاو لرونکي افغانستان لپاره د هڅو پر دوام به پرېکړه وشي


د ناټو سرمنشي وایي، تر اوسه افغانستان د ناټو لپاره مهم دی.

ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې په یوه خبري کنفرانس کې پر دې خبرې د ټینګار تر څنګ وویل چې د بهرنیو چارو وزیران به نن په غونډه کې لومړی په دې اړه چې په څه ډول د ثبات لرونکي افغانستان هڅو ته دوام ورکړو، پرېکړه وکړي. د هغه په وینا دا ځکه چې په دې کې زموږ خپلې امنیتې ګټې هم نغښتې دي.

د ناټو سرمنشي وویل، د بهرنیو چارو وزیران به په دې اړه بحث او خبرې وکړي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې خپل ماموریت چې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې، ملاتړ او هغوی ته په سلا ورکولو څرخي، په څه ډول مخ ته یوسو.

د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو دوهمه اساسي موضوع د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل مسئله ده.

د ناټو د شیکاګو په سرمشریزه کې ناټو او برخه والو یې د ۲۰۱۷ کال تر پایه د افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو ورکول چې په کال کې ۴ میلیارده ډالره دي یقیني کړي و.

د ناټو د سرمنشي په وینا په نننۍ غونډه کې به پر هغو لارو چارو خبرې وشي چې دغه ځواکونه د درېیو نورو کلونو لپاره یعنې له ۲۰۱۸ کاله تر۲۰۲۰ کال پورې څه ډول تمویل شي.

سټولټنبرګ پرون وویل چې په دې اړه به کار اوس پیل کړي خو وروستۍ پرېکړه به د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې د ۲۰۱۶ کال په جولای کې به د پولنډ پلازمېنه وارسا کوربه وي، پرېکړه وشي.

دریمه مسئله چې د ناټو او په افغانستان کې د دې سازمان په روان ماموریت کې د ښکېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لپاره مهمه ده هغه له افغانستان سره د اوږدمهاله سیاسي ملګرتیا یا مشارکت مسئله ده چې په دې اړه به نن په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره هم چې دې غونډې ته رابلل شوی خبرې وشي.

د یادونې وړ بولو چې د ناټو چارواکو نن او پرون په مقدماتي غونډو او هم د ازادي راډیو د پوښتنو په ځواب کې پر دې خبرې ټینګار کړی چې ناټو او متحدین یې له افغانستان سره دوامداره مرستو ته ژمن دي.

له دې هېواد سره د ناټو سیاسي مشارکت هم د دغو ژمنو یوه بېلګه ده.

XS
SM
MD
LG