د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

په خوست کې یوې قومي چیغې سړي تښتونکي ونیول


د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د یوې قومي چیغې له لارې دوه تنه سړي تښتونکي ونیول او د یاد ولایت د ولایتي شورا د یو تن غړي تښتول شوی ورور يې د دوی له منګولو خلاص کړ.

د دوشنبې په ورځ د خوست ولایتي شورا غړو په یوه خبري ناسته کې د تڼیو د ولسوالۍ د خلکو د چیغې ستاینه وکړه، خو تر څنګ يې انديښنه وښوده چې د یاد ولایت په ځینو امن لرونکو ولسوالیو کې جنايي پيښې ډېرې شوي، خو د مخنیوي له پاره يې کوټلي ګامونه نه دي اوچت شوي.

د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي په یوه خبري ناسته کې د یادې پيښې په تړاو د رسنیو خبریالانو ته وویل چې تېره ورځ د ولایتي شورا غړي کفیل ریحان ورور میکایل خان د تڼیو په ولسوالۍ کې د درېیو تنو سړي تښتونکو له لوري وتښتول شو، چې دوی لاس په لاس د ولایت امنیتي ادارې او تر څنګ يې د تڼیو د قوم خلک پرې خبر کړل.

د ده په وینا د قوم چیغه په یاده سیمه کې په یو موټر چې غیر معمول او ګړندۍ مزل يې کاوه، شکمن شول، هغه موټر ته يې توقف ورکړ، کله چې موټر څخه د تلاشی غوښتنه وشوه، نو دا چې دوی سړي تښتونکي ول، د قوم په چیغه يې ډزې پیل کړې، چې د قوم په متقابلو ډزو کې یو تن اختطافچي ووژل شو دوه نور ونیول شول او د ولایتي شورا د وکیل تښتول شوی ورور، چې د بې هوښۍ په حالت کې وو، ورڅخه خلاص کړ.

ښاغلي واحدزي زیاته کړه:

"خلک د ولسي چیغې په شکل هغه سیمې ته راوځي، سیمه کلابندوي او موټر دروي، خو چیغه په موټر کې په چادری لرونکي شکمن کیږي او فکر کوي چې شاید دا میکایل خان وي، کله چې دوی د چادری د لرونکي د کتلو خبره کوي پر چیغه ډزې پیل کیږي."

واحدزی وايي، چې په دې پېښه کې د لنډ په نوم کس چې د داوړو اوسیدونکی او د سړي تښتونکو د ډلې مشر وو وژل شوی همدارنګه عزیز الرحمن دتاخېل چې د شمالي وزیرستان د شبک اوسیدونکی دی او د دوی یو تن ځايي همکار جاوید چې په امنیه قوماندانۍ کې سرتیری دی نیول شوي دي.

د خوست ولایتي شورا رئیس پر امنیتي ادارو غږ وکړ، چې هغه قوماندانان او امرین له دندو ګوښه کړي، چې د ضوابطو پر ځای د یو شمېر زورواکو او نفوذ لرونکو افرادو له خوا د خپلو شخصي ګټو له پاره په بیلابیلو امنیتي او ملکي ادارو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

بل خوا د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي، چې د دوی اړوند پولیس شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او د خلکو د ارام ژوند له پاره قربانۍ ورکوي.

دی مني، چې د امنیتي ارګانونو په لیکو کې ستونزې شته او جرم فردي عمل دی، خو که د ولایتي شورا په ګډون هر څوک په امنیتي ادارو کې ستونزه ویني کولای شي، د امنیتي ادارو له چارواکیو سره یې شریکې کړي تر څو په اړه يې اقدام وشي:

"د خوست د امینه قوماندانۍ اړوند پولیس شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي، په دې کې شک نشته چې ځنې نیمګړتیاوې به وي، خو جرم یو فردی عمل دی، هر څوک کولای شي هغه څوک چې غیر قانوني کړنې کوي په ګوته يې کړي تر څو په اړه يې قانوني اجراات ترسره شي."

که څه هم ولایتي شورا د امنیتي ارګانونو ځني ناراسایی یادوي، خو بل لوري ته د خوست امنیه قوماندان ته په همدې ورځ د ښځو د چارو ریاست او د بشري حقونو د سویل ختیز زون دفتر له خوا له دې کبله چې پولیسو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې ښه ونډه اخیستې، په دوو ستاینلیکونو ولمانځه.

د یادونې وړ ده په ورته توګه تېر کال د باک ولسوالۍ اوسیدونکو هم په یوې قومي چیغې سره د ښوونځي یو تن زده کوونکی د سړي تښتونکو له منګولو وژغوره او سړي تښتونکي يې امنیتي ادارو ته وسپارل.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG