د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

په انتخاباتو کې د ښځو د زیات ګډون په هدف، ولسمشر ته وړاندیزونه


د انتخاباتي اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون، په انتخاباتو کې د ښځو د زیات ګډون په مقصد، جمهور رییس ته یو لړ وړاندیزونه کړي دي.

د دې کمیسیون غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو له فعالانو سره په یوې ګډې ناسته کې وویل، په دې وړاندیزونو کې د غوراوي په کمېټې او په ولایتي شوراګانو کې ښځو ته برخه ورکول شامل دي.

د انتخاباتو په خپلواکو کمیسیونونو او د غوراوي په کمېټه کې د ښځو غړیتوب او همدارنګه په ولایتي شوراګانو کې ښځو ته ۲۵سلنه برخه ورکول، هغه پیشنهادونه دي چې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون به یې جمهور ريیس ته وړاندې کړي.

د دې کمیسیون غړو چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوې ناسته کې په دې اړه د ښځو نظریات اخیستل وویل چې په انتخاباتي فعالیتونو کې به د ښځو د شمولیت لپاره هڅې جاري وساتي.

د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو د کمیسیون غړې عالمې وویل، په ولایتي شوراګانو کې یې د ښځو په ۲۵ فیصدو شمولیت تاکید کړی دی.

اغلې عالمي زیاته کړه:

"د غوراوي په کمېټه کې د ښځو د فعالانو څخه د یوې ښځې غړیتوب او همدا رنګه د انتخاباتي شکایتونو په مرکزي کمیسیون کې هم قومي او جنسیتي توازن په پام کې نیول شوی."

د مسوولینود معلوماتوله مخې په پام کې ده چې دا کمیسیون تر راتلونکو درېیو اوونیو پورې، یو لړ نوي پیشنهادونه هم جمهور رييس ته وړاندې کړي.

دغه ځانګړی کمیسیون چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په موافقه د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره جوړ شوی، شاوخوا درې میاشتې مخکې یې په ۱۱ برخو کې خپل لومړي پیشنهادونه جمهور ريیس ته سپارلي وو چې جمهور ريیس په کې اوه پیشنهادونه تایید کړي دي.

مسوولینو وویل، په نویو پیشنهادونه کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون نوم، د انتخاباتي شکایتونو د مرکزي کمیسیون په نوم اړول شوی، انتخاباتي لګښتونو کمښت ته اشاره شوې او په انتخاباتي چارو کې د ښځو برخه اخیستنه عمده ګڼل شوې ده.

په جوړې شوې ناسته کې حاضرو ښځو د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو د کمیسیون دغه اقدام وستایه. یوې میرمن ازادي راډیو ته وویل:

"کوم پیشنهادونه چې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون کړي موږ یې ملاتړ کوو، هیله ده په انتخاباتي چارو کې د ښځو برخه اخیستنه زیاته شي، موږ له دې اقدامه د خوشحالي اظهارکوو."

د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو د کمیسیون غړیو هیله وکړه چې جمهور رییس د دوې نوي پیشنهادونه ومني، څو د راتلونکو انتخاباتو په بهیر کې اسانیتا او شفافیت رامنځته شي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG