د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

په ننګرهار کې د کانال غصب شویو ځمکو پرضد مبارزه پيل شوه


د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د ولايتي شورا يو شمېر غړو سره په ګډه د دوشنبې په ورځ د کابل هډې سیمه کې د کانال پر غصب شویو ځمکو د یو شمېر نویو جوړو شویو ودانیو دیوالونه چپه کړل.

د ننګرهار ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمري او جاوید زمان په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې دا سيمه د کانال ریاست پورې اړه لري او دوه تنو سوداګرو حاجي ګل مراد او حاجي فاروق له حکومته په قرارداد نیولی او وروسته يې پر خلکو د کورونو لپاره نومرې ویشلې.

ذبیح الله زمری:

"دا د کانال د اوبو وتلو لاره ده، دا په ډيره ارامی سره ډکه شوې ده، مرحله په مرحله دلته سنګ کاري شوې، ولسمشر هم په دې خبر دی دا د حاجي فاروق په واسطه توزیع شوې ده، دا لومړی قرارداد کانال نه اخیستل شوی بیا نمرې ویشل شوي، تاسې دا ودانۍ ګورئ چې ډير لوړ منزلونه پرې جوړ شوي."

جاوید زمان:

"کومه ساحه موږ ورانه کړه دا دهغې ساحه ترڅنګ بله ساحه ده دلته هم ودانۍ جوړې شوي دا ویل کیږي چې ګل مراد او د هغه وراره په کې لاس لري."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی هم وايي، دا ځمکه شاوخوا اووه کاله وړاندې په قرارداد ورکړل شوې او په دې سیمه کې لوړې ودانۍ جوړې شوي او پر ځینو کورونو کار روان دی.

دی وايي، دا دولتي ساحه ده هیچاته به اجازه ورنه کړي چې غصب وکړي او د دې غصب عاملينو سره به قانوني چلند کیږي:

ښاغلي کندزي زیاته کړه:

"تقریباً اووه کاله مخکې دا که په اجاره ورکړل شوې و، خو د قرارداد خلاف ترې ګټه اخیستل شوې، اوس چې زه نن راغلم دلته بلند منزلې جوړې شوي، کورونه جوړ شوي، د خرڅ په ځمکه کورونه جوړیږي د کانال ځمکې د دې لپاره نه دي دا خو د یوه هدف لپاره په اجاره ورکړل شوې."

بل خوا د حاجي ګل مراد شریکوان حاجي فارق ازادي راډيو ته وویل چې دوی دا پینځه ویشت هکتاره ځمکه د قانوني قرارداد له مخې په اجاره نیولې او پانګوونه کړې.

نوموړی وايي، که حکومت د دوی شوي مصارف لنډوي نو دوی د دې قرارداد فسخه کیدو ته تيار دي:

ښاغلی فارق زیاتوي:

"د قرارداد مطابق موږ نورو سره قرارداد کړی، که چېرې زما یا د ګل مراد یا حاجي قادر په امضا چاته عرفي قباله ورکړي وي بیا سمه ده او که حکومت وايي، زه دې ځمکې ته ضرورت لرم نو سمه ده موږ ته دې د مصرف پیسې راکړي سر له سبا نه به موږ دا ځمکې تخلیه کړو."

که څه هم نوموړی وايي، دوی په دې سیمه کې پانګونه کړې او خلکو ته يې د کار زمینه برابره کړې، خو د سیمې یوه کس ازادي راډيو ته وویل چې پر دوی دا ځمکې خرڅې شوي :

"زه معصوم د محمد قاسم زوی د ننګرهار اوسیدونکی دلته زما ترور زوی ځمکه اخیستې حاجي فاروق توزیع کړل پینځه نیم لکه روپی يې اخیستې پیسې بانک کې نه دي تحویل شوي شخصي شرکت ته ورکړل شوي."

بل خوا د ولایتي شورا وکيلان د والي او مرکزي دولت نه غواړي چې دا کمپاین باید نمایشي ونه ووسي او دې لړۍ ته باید دوام ورکړي، دارنګه دوی غوښتنه وکړه چې د غصب شویو ځمکو عاملین دې هم د قانون منګولو ته وسپاري:

"جاوید زمان: که دا د هر چا وي دا باید څارنوالۍ ته معرفي شي او والي صیب نه مې غوښتنه ده چې نمایشي کارونه ونه کړي دا باید تعقیب شي داسې نه چې بیا يې پریږدئ.

ذبیح الله زمری:زموږ غوښتنه د ولسمشر او ولایتي ادارې نه دا ده چې د غاصبینو د مخنیوي کې موږ باید سست او کمزوري قدمونه پورته نه کړو."

دغه ۲۵ هکتاره ځمکه د کال ۲۰۰زره افغانيو په بدل کې د کانال ریاست څخه قرارداد شوې.

د دې ځمکې قرارداد د پخواني ولسمشر حامدکرزي په وخت کې شوی و،چې وروسته یو فرمان يې هم صادر کړ،په هغه فرمان کې راغلي و،چې د کانال ریاست پورې ټول قراردادونه باید لغوه شي او د کانال پر ځمکه هیڅوک د استوګنې ودانۍ نشي جوړولای.

کتوونکي وايي دغه قرارداد او د پخواني ولسمشر فرمان سره په ټکر کې دي.

دوی وايي دغه ډول قراردادونه په قانوني بڼه غصب ته زمینه برابروي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG