د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

سروې: ۴۶سلنه خلک د محلي پولیسو له فعالیته خوښ دي


په افغانستان کې د قانون د عملي کیدو د وجهي صندق یوې سروې ښيي چې ۴۶ سلنه خلک د محلي پولیسو له فعالیتونو څخه خوښ دي.

د دغې سروې هدف د محلي پولیسو د فعالیتونو د موءثریت معلومول وو او نتیجه یې د دوشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه.

د کورنیو چارو وزیر وایي، له دې سروې څخه په ګټې اخیستو به هڅه وکړي چې پولیس له سیاسي کیدو وژغوري او د امنیت ټینګښت ته یې پام را واړوي.

که څه هم له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د محلي پولیسو د فعالیتونو په اړه شکایتونه موجود وو، خو یوه نوې سروې ښيي چې نږدې ۵۰سلنه خلک د دغو پولیسو له فعالیتونو خوښ دي.

دغه سرویې په افغانستان کې د قانون د عملي کیدو د وجهي صندق(LOTFA) له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې UNDP په مالي لګښت د اتو ولایتونو بلخ، بامیان، هرات، کاپیسا، کابل، ننګرهار، پنجشیر او پروان په ۱۵ ولسوالیو کې شوې ده.

په کابل کې د UNDP مرستیال جاسلین مسن( Jocelyn mason) وایي، د سروې نتیجه ښيي چې ۴۶سلنه خلک د محلي پولیسو له فعالیتونو ښه رضایت لري، ۴۵سلنه نسبتاً خوښ دي، درې فیصده ناراضه دي او پنځه فیصده معلومات نه لري.

ښاغلي مسن هیله څرګنده کړه چې افغان حکومت له یادې سروې څخه په استفادې خپلې تشې ډکې او د محلي پولیسو فعالیتونه معیاري کړي.

ښاغلي جاسلین مسن زیاته کړه:

"د دغې سروې اصلي هدف دا وو چې د پولیسو او ټولنې ترمنځ د همکارۍ کچه معلومه کړو، د دغې سروې تمرکز پر پولیسو د خلکو پر اعتماد او د ټولنې او پولیسو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا دی.

د دغې سروې نتیجه به له کورنیو چارو وزارت سره مرسته وکړي چې خپلې پالیسۍ او پلانونه پياوړي، د پولیسو فعالیتونه قوي او په دې برخه کې خلاوې ډکې کړي."

دغه سروې د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې پیل چې بشپړیدو او راپور لیکلو کې شااوخوا درې میاشتې ونیولې او په کې له نږدې اووه نیم زره کسانو سره مرکې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د محلي پولیسو د فعالیتونو په اړه شکایتونه زیات وو او د بشري حقونو سازمانونو وویل چې دغه پولیس تر ډیره په جنایي پیښو کې لاس لري.

د محلي پولیسو په اړه له دې ډول شکایتونو وروسته ولسمشر پریکړه وکړه چې محلي پولیس باید په هر ولایت کې د امنیې قومندانۍ په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وایي، دوی به هڅه وکړي چې پولیس له سیاسي کیدو وژغوري او د امنیت ټینګښت ته یې پام راواړوي.

ښاغلي علومي زیاته کړه:

"موږ پولیس له سیاسي کیدو ایستلي او په دې برخه کې نور کار هم کوو، د افغانستان د رهبري اراده دا ده چې پولیس یې غیر سیاسي وي او یوازې امنیتي او دفاعي بڼه ولري، دوی باید بې طرفانه کار وکړي، موږ ته دښمنان یوه صدمه رسوي او هغه دا ده چې زمون ترمنځ تفرقه اچوي او پر موږ حکومت کوي."

له محلي پولیسو سربیره غیر مسئوله وسله والې ډلې په یوشمیر ولایتونو کې عامو خلکو ته یو سرخوږی دی او تل یې خلکو په اړه شکایتونه کړي دي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي چې د غیر مسئوله وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروګرام یې پیل کړی، خو لا هم دا ډول ډلې موجودې دي او د عامو خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG