د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

"د سوداګرۍ او پانګونې له فرصتونو استفاده د استانبول پروسې له اهدافو نه دي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د اسیا زړه هېوادونو د کوچنیو او منځينو تشبثاتو د ودې او په یاده برخه کې د شته فرصتونو د بیا کتنې د بحث د یو ورځني سیمینار کوربه و.

په دغه غونډه کې یو شمېر دولتي چارواکو، اقتصادي کارپوهانو، د مدني ټولنو استازو، افغان سوداګرو او د استنانبول د پروسې د غړو او ملاتړو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

ویل کېږي چې د دغه سیمنار موندنې او نتیجې به د بهرنیو چارو د وزیرانو په هغه کنفرانس کې چې په دېسمبر میاشت کې په اسلام اباد کې جوړېږي وړاندې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سیمې هېوادونه باید د استانبول پروسې د اصل له مخې د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټ برخه کې همکارۍ پراخې او همغږې کړي.

دغه وزارت په همدې هدف په کابل کې د وړو او منځنیو تشبثاتو د ارزیابي یو ورځنی سیمینار جوړ کړی وو چې د دې سیمینار لاسته راوړنې او سپارښتنې به په اسلام اباد کې د استانبول پروسې جوړیدونکې غونډې ته وړاندې شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه سیمینار چې د اسیا زړه یا استانبول پروسې د غړو او ملاتړ هېوادونو او سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه، مهم وباله او هیله یې وښوده چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:

"د سوداګرۍ او پانګونې له فرصتونو څخه استفاده د استانبول پروسې د اهدافو له ډلې څخه دی چې باید عملي شي، موږ به په دې برخه کې په سیمه ییزه کچه غوښتنې سره راټولې کړو، دا سیمینار هم په دې برخه کې د پرمختګ یو ګام دی چې ممکنه همکارۍ سره همغږې او پراخه کړو.

زه هیله من یم چې د نن ورځې سلا مشورې عملي سپارښتنې له ځان سره ولري او د وړو او منځنیو تشبثاتو پراختیا ته زمینه برابره کړي."

په دغه یو ورځني سیمنار کې به ګډونوال په سیمه کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پر وضیعت، په دې برخه کې پر موجوده فرصتونو، خنډونو او پراختیا خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان او د دغه سیمینار ګډونوال له دا شان پروګرامونو نه د هرکلي په ترڅ کې وايي چې په کار ده دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو د خونې د نړېوالو اړیکو ریس اذرخش حافظي وایې:

"ډېره یوه مهمه موضوع ده چې باید ورته پام وکړو، نن سبا ټولې کوچنۍ او منځنۍ صنایع له منځه تللي دي، د بیا رغولو لپاره یې ان یو ګام نه دی پورته شوی، ټولې تباه شوي او له منځه تللي دي."

د ښاغلي حافظي په وینا د دغو صنایعوو برخه زموږ په صاداراتو کې تر جګړو دمخه ۹ سلنه زیاته شوې وه.

د چارو کارپوهان د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې هم د کوچنیو او منځینو تشبثاتو رول ډېر مهم ګڼي وايي چې باید حکومت دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG